ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
18 Dec 2016 - 11:33
ننګرهار کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
18 Dec 2016 - 11:33

جلال اباد (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې ١١ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل  حضرت حسين مشرقيوال د ليندۍ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام وسله والو طالبانو د سره رود ولسوالۍ د کړسو په ساحه کې د پوليسو پر پوستې وسله وال بريد کړى دی.

هغه زياته کړه چې په ځوابي بريد او د پوليسو د کلک مقاومت په پايله کې پنځه وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

مشرقيوال وايي چې په دې نښته کې پوليسو او ملکي وګړو کوم ته کوم زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د امنيې قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې پوليسو د بهسودو ولسوالۍ اړوند سيمه کې دوه تنه د انسان تښتونې په تور نيولي دي.

سرچينې زياته کړې چې نيول شوي کسان تر پلټنو لاندې دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.