ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د چاودنې له امله ٢٤ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

کندوز کې د چاودنې له امله ٢٤ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
19 Dec 2016 - 18:07
کندوز کې د چاودنې له امله ٢٤ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
19 Dec 2016 - 18:07

کندوز-دويم تعقيب (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٥): امنيتي چارواکي وايي، چې په کندوز ښار کې د يوه مقناطيسي ماين له امله يو تن وژل شوى او ٢٣ نور ټپيان شوي دي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شا وخوا ٣:٠٠ بجې د کندوز ولايت په واټ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې دغه ماين په يوه لاس ګاډي کې ځاى پر ځاى شوى و، چې له امله يې يو ملکي وګړى وژل شوى او د دريو ښځو په ګډون ٢٣ کسان ټپيان شوي دي.

جنګل باغ د دې خبرې په څرګندولو سره چې تر اوسه پورې د پېښې عاملين نه دي نيول شوي، وويل چې پوليسو د يادې پېښې په تړاو خپلې لومړنۍ څېړنې پيل کړې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي فيروز پژواک ته وويل، نوموړى د يوه کس د سر  ويښتو پر جوړولو بوخت و، چې دغه مهال يې د يوې درنې چاودنې غږ واورېد، کله چې له دوکان رابهر شو، د سړک پر غاړې يې پنځه ټپيان وليدل.

د ويلو ده چې ياده چاودنه دومره پياوړې وه چې تر پنځوس مترۍ پورې يې د هټيو او ودانيو ښيښې ماتې کړې دي

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.