ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تګاب انارو ښه حاصل ورکړی

د تګاب انارو ښه حاصل ورکړی

author avatar
19 Dec 2016 - 13:12
د تګاب انارو ښه حاصل ورکړی
author avatar
19 Dec 2016 - 13:12

محمودراقي (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٥): د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د انارو حاصلات يې سږ کال ښه و، د تېر کال په پرتله يې بيه هم څو برابره لوړه شوې ده.

د دوی په وينا، خواږه انار له تګاب څخه پاکستان ته وړل کېږي چې هلته د کراچۍ بندر له لارې نورو هېوادونو ته هم استول کېږي.

د تګاب ولسوالۍ د شاهي خېل سيمې اوسېدونکي او بڼوال خيرالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ وچه او تازه مېوه ننګرهار، کابل او پاکستان ته وړل کېږي.

د هغه په وينا، ځايي سوداګر يې هم اخلي، خو کله نا کله له پاکستان څخه سوداګر او کمېشن کاران راځي، له انارو موټر باروي او پاکستان ته يې وړي.

خيرالله وايي، د افغانستان او پاکستان د اړيکو د خرابوالي او په تورخم کې د ځينو محدويتونو له امله بڼوال په وېره کې وو چې تازه انار يې خراب نه شي خو د دواړو هېوادونو تر منځ خرابې اړيکې پر سوداګريزو اړيکو کومه اغېزه ونه کړه.

د نوموړي په وينا، د تېر کال په پرتله يې د انارو حاصلات ډېر او بيه يې هم دوه برابره زياته شوې ده، تېر کال يو خروار انار (٥٦٠ کيلو ګرامه) په ٤٠ زره افغانيو وې، خو سږ کال يې بيه ٨٠ زرو ته لوړه شوې ده.

د تګاب ولسوالۍ د تترخېلو سيمې اوسېدونکی خيبر  هم وايي، په روان کال کې هم د خوږو او هم د تروو انارو بيه لوړه شوې ده.

هغه زياتوي، بڼوال سږ کال خوشحاله دي او ډېرې ګټې يې ترلاسه کړې دي.

د خوږ انارو يوه سوداګر فضل الحق ساپی وايي چې  سږ کال حاصلات هم ښه وو او د انارو کيفيت او بيه هم ښه وه.

هغه زياتوي چې ځايي سوداګر هره ورځ له پاکستاني مارکېټونو څخه نرخونه اخيستل او بيا يې دلته له ځايي سوداګرو په هماغه ډول کاروبار کاوو.

نوموړى وايي: ((موږ د انارو لپاره دوه منۍ او يو منۍ پېټۍ جوړوو، کاريګر ورته نيسو  په لويو موټرو کې ننګرهار ته وړو ، هلته موتر محصول کېږي ، که موټر اسناد ولري، نېغ په نېغه يې پېښور ته وړي او که نه وو، په ننګرهار کې يې نورو موټرو کې باروو.))

بلخوا د تګاب يو شمېر اوسېدونکي د کرنې او مالدارۍ پر رياست نيوکه کوي چې  په تېرو پنځلسو کلونو کې یې د تګاب د تازه مېوو د خونديتوب  لپاره هېڅ اساسي کار نه دی کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.