ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امان الله: د ژوند ستونزو د زوی حلالولو ته مجبور کړم

امان الله: د ژوند ستونزو د زوی حلالولو ته مجبور کړم

author avatar
21 Dec 2016 - 17:16
امان الله: د ژوند ستونزو د زوی حلالولو ته مجبور کړم
author avatar
21 Dec 2016 - 17:16

جلال اباد (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۵): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د خپل زوی قاتل امان الله وايي چې د خپل زوی حلالولو ته کورني تاوتريخوالي او د ژوند ستونزو مجبور کړی دی.

د ننګرهار د ولايتي چارواکو د معلوماتو له مخې، ياد کس پرون د بهسودو ولسوالۍ په بيز اکمالاتي سيمه کې لومړی خپله ښځه طلاق کړې او بيا يې وروسته خپل زوی په ډېرې بې رحمۍ سره وژلی دی.

امان الله د مرغومي په لومړۍ نېټه د ننګرهار په امنيې قوماندانۍ کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال اقرار وکړ چې زوی يې د چاقو په وسيله حلال کړی؛ خو ښځه يې نه ده طلاقه کړې.

امان الله اصلاُ د بټي کوټ ولسوالۍ د ګونديانو سيمې دی او ژوند يې ټول په پاکستان کې تېر کړی دی.

هغه وايي، کور کې يې له ښځې سره جنګ کړی و او خسر يې ترې ښځه بیوله چې له همدې شخړې وروسته له ده لاره ورکه شوه او د خپل اووه مياشتني زوی په مرۍ يې چاړه راکش کړه.

په داسې حال کې چې د امان الله له سترګو اوښکې روانې وې او په ترهېدلي حالت يې خبريالانو ته کتل، پر خپل کار پښېماني هم څرګنده کړه.

ده وويل: ((ما ويل چې دا زوی به مې زه وساتم، خپل اوښي کره تللم؛ خو خسر مې ويل چې زوی دی مه وړه، زما هم اعصابو کار ونه کړ او د زوی په مرۍ مې چاړه راښکله او ورګوزار مې کړ، اوس سخت پښېمانه يم.))

امان الله وايي، له يوې خوا په کور کې له ښځې سره جنګ جګړو، بې روزګارۍ او له بلې خوا د خلکو شيطانتونو دغې چارې ته اړ کړی دی.

خو د امان الله خسر چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وايي، لومړی يې د ده لور (د امان الله ښځه) وهلې او بيا يې وروسته ورته ويلي چې د ده لور يې طلاقه کړې او له ځان سره دې يې بوځي.

هغه زياته کړه: ((ما ته يې وويل چې بچي زما دي او ته دې خپله لور بوځه، له هغه وروسته يې هلک له کوره بهر حلال کړ او په دېوال يې کور ته را وغوځاوو.))

دی وايي، د لور او زوم تر منځ يې پخوا ستونزه نه وه؛ خو په دې وروستيو کې يې زوم کار نه کاوو او هره ورځ یې له خپلې مېرمنې سره لانجې کولې او حتی وهل يې هم ورکول.

په بېز اکمالاتي سيمه کې د امان الله د ګاونډ خلک وايي چې نوموړي په نږدې ورځو کې هلته کډه ور وړې وه او هره ورځ به يې کور کې جګړې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.