ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې پولیسو یو خبریال وهلی

غزني کې پولیسو یو خبریال وهلی

author avatar
21 Dec 2016 - 15:47
غزني کې پولیسو یو خبریال وهلی
author avatar
21 Dec 2016 - 15:47

غزني (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٥): د غزني پوليسو د يوه سيمه ييز تلويزيون خبريال تر لفظي شخړې وروسته وهلى دى.

په غزني کې د خبريالانو ټولنې مشر محمدعارف نوري د مرغومي په لومړۍ نېټه د خبري غونډې پر مهال وويل، پوليسو تېره شپه د افتاب ټلوېزيون خبريال محمد سالم غفوري وهلى دى.

ده زياته کړه: ((سالم غفوري له خپل کمره مين سره پر موټرسايکل سپور و چې پوليسو درولی او تر لفظي شخړې وروسته يې بيا وهلي دي.))

د هغه په خبره، دا لومړى ځل نه دى چې په غزني کې د امنيتي ځواکونو له لوري خبریالان وهل کېږي.

نوري سره له دې چې وايي، په غزني کې پوليسو پر موټرسايکل د دوو کسانو سپرېدل منع کړي، خو زياتوي: ((پوليسو خبريالانو ته مکتوبونه ورکړي چې دوى کولاى شي پر موټرسايکل دوه کسان هم وګرځي، خو پوليسو دغه شى نه دى مراعت کړى او خبريالان يې وهلي دي.))

وهل شوى خبريال محمد سالم غفوري وايي، تېره شپه کور روان وو چې د پوليسو له لوري ودرول شو.

دى زياتوي: ((پوليسو راته وويل چې ولې دوه کسه پر موټرسايکل سپاره ياست، ما ورته د امنيې قوماندانۍ مکتوب ښکار کړ، خو قبول يې نه کړ او موږ يې په قنداغونو و وهلو.))

د هغه په وينا، شونډې يې درې کوکه خوړلي، لاس او سر يې هم ضربې ليدلې دي.

خو د غزني والي عبدالکريم متين بيا د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې پېښې له امله له خبريالانو بښنه وغوښته او ويې ويل، پوليس د هېچا د وهلو حق نه لري.

ده زياته کړه: ((اول خو دا خبريالان مجرمان نه وو، که چېرې مجرم هم واى، نو پوليس يې د وهلو حق نه لري، بايد څارنوالۍ ته يې معرفي کړي واى.))

نوموړي خبريالانو ته په خطاب کې وويل: ((تاسو خپل يو استازى وټاکئ، زه دغه موضوع جدي څېړم او تر څو مې چې دغه پوليس ته سزا نه وي ورکړي، نه يې پرېږدم.))

والي وايي، هڅه کوي په راتلونکي کې دغه ډول پېښې تکرار نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.