د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لښکرګاه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې

لښکرګاه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې

Dec 21, 2016 - 12:12

لښکرګاه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٥): د هلمند په مرکز کې لښکرګاه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال تورن احمد شکيل تسل د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د لښکرګاه ښار په ځینو برخو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې شوې دي.

هغه وويل چې په دې جګړو کې ٢٤ وسله وال طالبان وژل شوي او يوولس نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، په وژل شوو کې د ملا فضل الله او په ټپيانو کې د ملا محمد عوض په نومونو د طالبانو قوماندانان شامل دي.

د تسل د معلوماتو له مخې، د جګړو پر مهال امنيتي ځواکونو د طالبانو يو شمېر وسلې، مهمات او موټر هم له منځه وړي دي.

هغه دا هم وويل چې په دې جګړو کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

ده زياته کړه چې په نيول شوو سيمو کې د پوستو پر جوړولو  کار روان دى او دا مهال جګړه پاى ته رسېدلې ده.

دغه راز د پوليسو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ په عينک او د مرکز لښکرګاه د دويمې حوزې په سره ګودر سيمه کې پوستې جوړې کړې دي.

خو ده وويل چې امنيتي ځواکونو د مرکز لښکرګاه په بولان او د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځينې پوستې طالبانو ته پرېیښې دي.

وسله وال طالبان هم يادې جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه وويل چې په همدې موده کې طالبانو ١٣ امنيتي سرتېري وژلي او ٨ ټانګونه يې له منځه وړي دي.

په وروستيو دوو مياشتو کې په هلمند کې په دوامداره توګه د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې وشوې.

په دې جګړو کې وسله والو طالبانو د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو تر څنګ يو شمېر ولسوالۍ هم ونيولې.

هلمند له مرکز پرته ١٣ ولسوالۍ لري چې شپږ يې له وسله والو طالبانو سره دي او د ځينو يې يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement