کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٥): ولسمشر غني د ملي شورا له رهبري پلاوي سره له ګاونډيانو او د سيمې له هېوادونو سره د اړيکو په اړه مشورتي ناسته وکړه.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د مشورتي ناستو په لړ کې نن ماسپښین د ملي شورا اداري پلاوي، د کمېسیونونو له مشرانو او د پارلماني ګروپونو له ريیسانو سره په ارګ کې وکتل.
سرچينه کاږي، په دې ناسته کې له ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره د ملي ګټو په چوکاټ کې د افغانستان د امنیت او ثبات د ټینګښت، د اړیکو او د وړاندوینې وړ مناسباتو او سیمه ییزو همکاریو د پراخولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
سرچينه زياتوي، ګډونوالو پر یادو موضوعاتو د بحث پر مهال د ولسمشر د دغه نوښت ستاینه وکړه چې تل د ملي او نړيوالو موضوعاتو او تصامیمو په اړه له ملي شورا او د هېواد له سیاسي او ملي مشرانو سره بحث او مشورې کوي.
هغوی همدارنګه د بحث د مطرح شوو موضوعاتو په اړه خپل نظریات شریک کړل او د ملي ګټو په چوکاټ کې یې د حکومت د هلو ځلو او دریځ ملاتړ وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن