د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دمالیاتو د عامه پوهاوي اونۍ

دمالیاتو د عامه پوهاوي اونۍ

Dec 22, 2016 - 17:26

د ۱۳۹۵ مالي کال د مرغومی د ۱ نیټې څخه نیولې تر ۷ نیټې پورې

دعوایدو لوی ریاست، د منځنینو مالیه ورکوونکو ریاست دعامه پوهاوي یو نوي نوښت د مالیاتو د عامه پوهاوي اونۍ تر عنوان لاندې جوړ کړي دي. د نوموړی اونی په ترڅ کې به د هر مالي کال د پیل اونی مالیه ورکوونکو ته د رسیدلو او هغوی ته د کلنی عوایدو د اظهار لیک د جوړولو او وړاندی کولو په موخه  د هیواد د مالیاتو د قانون مطابق لمانځل کیږي.

نو په همدې بنسټ، د عوایدو د لوی ریاست د منځنیو مالیه ورکوونکو اداره د مالیاتو د عامه پوهاوي اونۍ د ۱۳۹۶ مالی کال د لمړنی اونۍ(د مرغومی د ۱ نیټې څخه نیولی تر ۷ نیټې پورې) په افغانستان کی په رسمی ډول پرانیزي.

د مالیاتو د عامه پوهاوي د اونۍ مهمې موخې:

  1. د مالیاتی قوانیو په اړوند د مالیه ورکوونکو د پوهاوی د کچی لوړیدل د بیلګی په ډول پر عوایدو د مالیاتو قانون او د مالیاتو د چارو د اداری قانون.
  2. د مالیاتو ډولونو، د اخیستلو د نورمونو، د ورکړی وخت او د دقیق کلنی عوایدو د اظهارلیک روښانه کول د نمونی پِه ډول په معاشاتو، کرایې، انتفاعی او عوایدو  مالیات.
  3. د مالیاتو د راټولوونکو ریاستونو او د عوایدو د راټولونکي سیستم (سګتاس) په اړوند د معلوماتو وړاندی کول.
  4. د مالیه ورکوونکو د قانونی حقونو او مکلفیتونو واضح کول په ځانګړی ډول د حق غوښتنی حق(اپیل) د هغو پریکړو په اړوند چی د مالیه ورکوونکو ادارو لخوا نیول شوي وی اما مالیه ورکوونکي ورڅخه رضایت ونلری.
  5. د مالیاتی ادارو او د مالیه ورکوونکو ترمنځ د همِغږی لا پیاوړي کول.

د مالیاتو د عامه پوهاوي اونۍ په ترڅ کې به چی  د ۱۳۹۶ مالی کال د مرغومی د ۱ نیټې څخه نیولی تر ۷ نیټې پورې د منځنیو مالیه ورکوونکې ادارې مجرب کارکوونکي به مالیه ورکوونکو ادارو ته د پورتنی ذکر شوو موضوعاتو په اړه ټریننګ ورکوي او یا به هغوی د عوایدو او ګمرکونو اکاډمی ته د یو منظم مهال ویش پر اساس د لا زیاتو معلوماتو په موخه دعوت کوي.

پدی کمپاین کی به په ټولیز ډول د ۲۵۰۰ څخه زیات استازی د بیلابیلو دولتی، غیردولتي، خصوصي، سوداګریزو او تجارتی ادارو څخه ګډون وکړی د نمونی په ډول د سوداګری او صنایعو وزارت، اقتصاد وزارت، د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونه، د افغانستان د صنایعو ټولنه، د افغانستان د ښځو ټولنه، اکبر موسسه، د افغان موسسو د همغږی اداره، د شخصی پوهنتونونو ټولنه، د شخصي روغتونونو ټولنه، د شخصي هوټلونو ټولنه، د شخصی ښونځیو ټولنه او د کابل پوهنتون.

هر هغه څوک چې په داوطلب ډول غواړی چې په دې کمپاین کې له موږ سره ګډون وکړي ترڅو د مالیاتو د قوانیو سره اشنا شي کولی شي زمونږ په غونډو کې برخه واخلی.

د اړونده پرګرام په اړوند د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره تاسو کولی شی د منځنیو مالیه ورکونکو ریاست ته مراجعه وکړی.

پته، زاړه مکروریان، د ملی بس تصدی ترڅنګ

د اړیکی شمیره، ۰۲۰۲۳۱۳۷۲۲

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan