کابل(پژواک،٣مرغومى٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي چې په نهو ولايتونو کې د دولت ١٨ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوې دي چې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري د مرغومي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په کې خبرپاڼه راغلي چې افغان هوايي او ځمکنيو ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ننګرهار، نورستان، غزني، پکتیکا، اروزګان، زابل، فاریاب، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کې عمليات کړي دي.
د سرچينې په حواله، په دې عملياتو کې د دولت ١٨ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په ټپيانو کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان هم شامل دى او په هلمند کې يو تن د چاوديدونکو توکو له ډک موټر سره نيول شوى دى.
په خبرپاڼه کې د يادو جګړو پرمهال د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې افغان امنيتي ځواکونه شپه او ورځ قربانې ورکوي ترڅو په هيواد کې امنيت تامين کړي.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو د يادې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن