کندوز(پژواک،مرغومى٩٥): د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې يو پوليس، د پوستې د قوماندان په ګډون پنځه نور پوليس وژلي دي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي د مرغومي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د خان اباد ولسوالۍ په شاتوت سيمه کې يو پوليس د پوستې د قوماندان جبار په ګډون پنځه پوليس وژلي دي.
هغه زياته کړه: (( دې پوليس له طالبانو سره لاره درلوده، د شپې پهره کې وو، په خپلو ملګرو يې ډزي کړي او ټول يې وژلي دي.))
ده وويل چې د يادو شوي کس د نيولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.
وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ياد شوى پوليس د دوى دستوري کس و او د پوستې ټول پوليس يې وژلي دي.
هغه وايي چې دغه کس له وسلو سره يوځاى طالبانو ته رسيدلى دى.
کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن