ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اکبر اغا: د سياسي امورو لپاره له ايران او روسيې سره د طالبانو ليده کاته د هغوی مشروع حق دی

اکبر اغا: د سياسي امورو لپاره له ايران او روسيې سره د طالبانو ليده کاته د هغوی مشروع حق دی

author avatar
24 Dec 2016 - 16:59
اکبر اغا: د سياسي امورو لپاره له ايران او روسيې سره د طالبانو ليده کاته د هغوی مشروع حق دی
author avatar
24 Dec 2016 - 16:59

جلال اباد (پژواک ۴ مرغومی ۹۵): پخواني طالب چارواکي او د خلاصون لارې شورا مشر سيد اکبر اغا وايي، روسيې او ايران ته د طالب چارواکو سفر ورته که څه هم د يوې اوازې په څېر ښکاري؛ خو که دغه چاره د سياسي امورو لپاره وي او نظامي چارو لپاره نه وي، ؛ نو دا د هغوی مشروع حق ګڼي.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف په دې وروستيو کې منلې ده، چې له طالبانو سره يې اړيکې نيولې او مرستې يې هم ورسره کړې دي؛ دغه راز طالبانو هم منلې ده، چې د روسيې او ايران ترڅنګ ځينو نورو هېوادونو سره هم سياسي اړيکې لري.

پخوانى طالب چارواکى اکبر اغا چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې او روغې جوړې هلې ځلې يې پيل کړي، ننګرهار ته يې په همدې موخه د کړي سفر پرمهال له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پرمهال يادې څرګندونې وکړې.

هغه وايي، درې کاله وړاندې يې دا حرکت پيل کړی او په دغه موده کې يې ۳۴ ولايتونو ته د سفرونو پرمهال د قومي مشرانو، ديني عالمانو او مخورو ملاتړ تر لاسه کړی او هم يې د سولې د راتګ په اړه د هغوی نظريات راټول کړي دي.

د ده په وينا، يوه اونۍ وړاندې يې په کابل کې يوه لويه غونډه هم جوړه کړې وه، چې د ټولو پرېکړو او مشورو د عملي کار د پيل په اړه وه.

نوموړي زياته کړه، په تحريک کې ورسره ټول افغان شموله او هغه خلک موجود دي، چې له هيڅ لوري سره اړيکه نه لري او هر څوک پرې باور لري.

د اکبر اغا په باور، د افغانستان د ستونزو د حل او د جګړې پای په ملت پورې اړه لري، چې ملت ته مراجعه وشي او هغوی اقدام وکړي؛ نو مشکلات به حل شي.

دی وايي، افغان حکومت او هم يې وسله والو طالبانو سره په دې اړه خبرې شوي او د شفافو مذاکراتو په شتون کې دواړو خواوو ورته د چمتووالي ځواب ورکړی دی.

ده  له ايراني او روسي چارواکو سره د وسله والو طالبانو د ليدو کتو او خبرو اترو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د طالبانو دغه خبرې اترې، چې هغه په سياسي امورو باندې بنا وي، د هغوی مشروع حق ګڼم؛ ځکه که افغان حکومت دلته له ۴۰ زياتو هېوادونو سره اړيکې لري، يا ټولې نړۍ سره مذاکرات کوي؛ نو دوی هم حق لري.))

خو اکبر اغا په ورته وخت کې د دغو مذاکراتو خبره اوازه ګڼي او وايي، باور نه کوي، چې د طالبانو رهبرۍ دې له ايران او روسيې سره کتلي وي.

هغه د سولې په اړه د خپلو هلو ځلو په تړاو وايي، په پيل کې يې فيصدي ډېره ښکته وه؛ خو اوس يې له خلکو سره کتلي او د هغوی نظريات يې راټول کړي، نو باوري دی، چې فيصدي به يې لوړه شوې وي.

دی وايي، د هلو ځلو لويه موخه يې د افغانانو په لاس د افغان جګړې پای ته رسول دي او اوس مهال يې د هېواد په ټولو ولايتونو کې دفترونه جوړ کړي او هيله مندي هم ورسره زياته شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.