ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې ١٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

جوزجان کې ١٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
25 Dec 2016 - 18:04
جوزجان کې ١٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
25 Dec 2016 - 18:04

شبرغان (پژواک، ٥ مرغومى ٩٥): د جوزجان امنيتي چارواکي وايي چې په  شبرغان ښار کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ په نښته کې پنځه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپان دي.

د جوزجان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه نښته هغه مهال د عامه ساتنې کنډک منسوبينو او وسله والو مخالفينو ترمنځ رامنځته شوه، چې يو شمېر وسله والو مخالفينو د جرقدوق فابريکې اړونده سيمه کې پر يوې پوستې بريد وکړ.

هغه زياته کړه: "جګړه د شپې مهال اته بجې پيل او تر نيمې شپې پورې يې دوام درلود، چې په پايله کې يې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي، چې د دوو مړي يې له يوه ميل کلاشينکوف، پرتلې او يوې مخابرې سره په سيمه کې پاتې او دوى پاتې نور مړي او ټپيان د شپې له تياره څخه په ګټې له ځانه سره لېږدولي دي."

د جوزجان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر زياته کړه چې په دغه نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او اوسمهال د سيمې امنيت هم ټينګ دى.

د جرقدوق فابريکې په سيمه کې د عامه نظم د ساتنې کنډک د بلوک قوماندان څارمن عبدالواسع وويل: "موږ له معمول سره سم شپه مهال پر دندې بوخت و، چې د وسله والو طالبانو له ناڅاپي بريد سره مخ شو، خو بريد يې په شا شو، چې په لومړيو کې دوى ته اجازه ورنه کړل شوه، څو دوى زموږ پوستې ته رانږدې شي."

نوموړي زياته کړه  چې دنده يې د يادې سيمې ساتنه ده او وسله والو مخالفينو ته به هيڅکله هم اجازه ورنه کړي چې د دغې سيمې امنيت له خطر سره مخ کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خپلو دوه کسانو وژل کېدل مني او وايي چې د پرون شپې په بريد کې يې يوازې دوه کسان وژل شوي او دولتي ځواکونو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې، چې په اړه يې معلومات نه لري.

د امنيتي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، د جرقدوق فابريکې په سيمه کې د ګازو ٣٣ فابريکې شتون لري، چې د دغو څاګانو له ګازه د کود فابريکې او مزارشريف برېښنا او پمپ ګازو په برخو ګټه اخيستل کېږي، چې د شبرغان  ښار اوسېدونکي ترې هم څه ناڅه ګټه پورته کوي.

د يوه بل خبر له مخې، ناپېژاندو وسله والو د شبرغان  ښار په کارته دوستم سيمه کې صبور نومى سړى پر ډزو سره وژلى دى.

د جوزجان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وويل، چې  وژل شوى کس د يوه بانک کارکوونکى و، چې د وژل کېدو لامل يې تر اوسه پورې نه دى په ډاګه شوى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.