ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي

په سرپل کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي

author avatar
25 Dec 2016 - 15:20
په سرپل کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي
author avatar
25 Dec 2016 - 15:20

سرپل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٥): د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ  په (انروک) کلي کې د يوې کورنۍ درې غړي، د ناپېژانده وسله والو له لوري پر ډزو وژل شوي دي.

د سرپل ولايت وياند ذبيح الله اماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وژل شوو کې يوه مېرمن، خاوند او د هغوى زوى شامل دي.

هغه زياته کړه چې ياد درې کسان تېره شپه په خپل کور کې وژل شوي دي.

هغه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې پېښه د کورنۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي وويل چې د وژل شوو کورنۍ د يادې مېرمنې د ترور زوى پر دې وژنه تورن کړل دى.

اماني زياته کړه چې تورن کس تښتېدلى، خو د پوليسو تر تعقيب لاندې دى.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.