ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند ځانمرګي بريد کې یو پولیس وژل شوی او اته نور ټپیان دي

د هلمند ځانمرګي بريد کې یو پولیس وژل شوی او اته نور ټپیان دي

author avatar
26 Dec 2016 - 11:46
د هلمند ځانمرګي بريد کې یو پولیس وژل شوی او اته نور ټپیان دي
author avatar
26 Dec 2016 - 11:46

دويم تعقيب- لښکرګاه (پژواک، ٦ مرغومى ٩٥): په هلمند کې د شوي ځانمرګي بريد له امله يو پوليس وژل شوى او اته نور ټپيان دي او د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د مرغومي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هلمند- کندهار پر لويه لار د ٦٠١ سړک په سيمه کې د امنيې قوماندانۍ د امنيت د امر سمونوال حاجي ګلي پر موټرو ځانمرګى بريد شوى دى.

هغه وايي: ((دغه بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې وشو او  بريد کوونکي په موټر کې ناست وو او موټر يې ټول له چاودېدونکو توکو ډک کړى و.))

ځواک وايي چې په دغه بريد کې يو پوليس وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.

د ځواک په وينا، سمونوال حاجي ګلى دې سيمې ته د عملياتو په موخه روان و چې ځانمرګى بريد پرې وشو.

خو په هلمند کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچيني پژواک ته وويل چې له ياد بريد څخه دوى ته يو مړی او اته ټپيان ور وړل شوي دي.

د سرچيني په وينا، وژل شوى او ټپيان ټول پوليس دي او د درېيو ټپیانو روغتيايي حالت نازک دی.

وسله وال طالبان هم دغه بريد تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې دغه بريد حافظ عبدالظاهر نوزادي ترسره کړى چې په ترڅ کې يې ١٣ پوليس وژل شوي او د يو قوماندان په ګډون ١٩ نور ټپيان دي.

احمدي وايي چې په دې بريد کې د پوليسو ټانکونه او رېنجر موټر هم ويجاړ شوي دي.

 هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې له ١٣ څخه شپږ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.