ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى

د بغلان امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى

author avatar
27 Dec 2016 - 19:52
د بغلان امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى
author avatar
27 Dec 2016 - 19:52

پلخمري (پژواک ٧ مرغومى ٩٥): د بغلان امنيتي چارواکي په داسې حال کې په دې ولايت کې د امنيتي ګواښونو او د وسله والو مخالفينو له موجوديت اندېښنه څرګندوي، چې وسله وال طالبان له يوې مودې راهيسې په دهنه غوري ولسوالۍ کې پوځي فعاليتونه کوي.

په ډنډ غوري کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان حيات الله پژواک خبري اژانس ته وويل، اوسمهال وسله وال طالبان د دهنه غوري او ډنډغوري په سيمو کې د پخوا په پرتله پياوړي شوي او په يادو سيمو کې يې پوځي روزنيز مرکزونه جوړ کړي او د جګړې لپاره سرتېري برابروي.

هغه زياته کړه: "طالبانو څو ورځې وړاندې د دهنه غوري ولسوالۍ په بي بي ګهواره سيمه کې پوځي عمليات وکړل، چې په دغو فعاليتونو کې يې له سپکو او درنو وسلو ګټه اخيستې او پر دې سربېره چې پوځي مرکزونه يې جوړ کړي، هره ورځ د کلکو سنګرونو په جوړولو هم بوخت دي."

قوماندان حيات الله ګواښ کوي، که چېرې دولت د دهنه غوري ولسوالۍ او د ډنډ غوري په سيمو کې د طالبانو د ځپلو په موخه پرېکړه ونه کړي، نو راتلونکى کال پسرلى به طالبان د پلخمري ښار هم ونيسي.

د بغلان د امنيتي شورا منشي محمد حنيف کهګداى، دغه څرګندونې تاييدوي او وايي، د بغلان امنيتي وضعيت د بل هر وخت په پرتله خراب شوى دى.

هغه زياته کړه: "ولايتي شورا څو ځلې دغه ستونزه د بغلان له پوليسو او والي سره شريکه کړې، دوى ژمنه کړې چې د يادو سيمو د پاکولو لپاره به ډېر ژر عمليات پيل کړي، خو تر اوسه پورې په دې تړاو کوم ګام نه دى پورته شوى."

د بغلان يو سوداګر حاجي محمد کبير هم وايي، د پلخمري ښار په درې کيلومتري کې د طالبانو شتون او د دوى پر وړاندې د دولت چوپتيا د دې لامل شوې، څو د دغه ولايت ټول سوداګرخپلې پانګې نورو ولايتونو ته ولېږدوي.

د بغلان ولايت سرپرست او مرستيال عبدالقديم نيازي له امنيتي وضعيت څخه د اندېښنې په څرګندولو سر، وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو موجوديت او امنيتي ګواښونه له سترو ننګونو څخه شمېرل کېږي.

خو هغه وويل: "د همدې ستونزو د حل په موخه د ياد ولايت والي او د بغلان د ولايتي شورا وکيلان د هېواد مرکز ته تللي، څو له مرکزي چارواکو سره په بغلان کې د امنيت پر ټينګښت او عملياتي پلانونو خبرې اترې وکړي."

د بغلان ولايت سرپرست او مرستيال څرګنده کړه، چې په بغلان کې پوره شمېر امنيتي ځواکونه شته او د امنيت د ټينګښت لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.