مزارشريف (پژواک، ۷ مرغومی ۹۵): د بلخ فرهنګيان وايي چې د دغه ولايت د پوهنتون له پښتو ادبياتو څخه فارغ شوي محصلين په تېرو څو لسيزو کې د دې ژبې ادبياتو ته اوښتي زيانونه جبرانولی شي.
سږ کال د بلخ پوهنتون د پښتو ادبياتو له څانګې ۵۰ فارغ شوو محصلينو د خپل فراغت په وياړ جشن جوړ کړى و.
دې غونډې د محصلينو د فراغت له نورو غونډو سره خورا توپير درلود، د محصلينو له خوا د جامو نندارې وړاندې کول، له سيمه ييزو فرهنګيانو سره د پښتو ژبې په تړاو ګردي مېزونه او سندريز چاپېريال د دې غونډې له ځانګړتياوو څخه وو.
د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد ضمير څار پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه پوهنتون کې د پښتو ادبياتو تدريس په تېره لسيزه کې پيل شوی.
نوموړي زياته کړه، له دې وړاندې په بلخ ولايت کې د پښتو ژبې لپاره نه په پوهنتونو او نه هم په ښوونځيو کې د مورنۍ ژبې په توګه د تدريس اسانتيا برابره وه.
هغه وايي چې سږ کال يې ۵۰ محصلين د پښتو ژبې د ادبياتو په برخه کې فارغ کړل.
استاد څار وويل چې په فارغ شوو محصلينو کې يوازې پښتانه نه، بلکې د نورو ژبو ويونکو هم پښتو ادبيات ولوستل.
۳۶ رحمت الله قريشي دري ژبی دی خو سږ کال د بلخ پوهنتون له پښتو ادبیاتو فارغ شو.
نوموړي پژواک ته وويل چې د پښتو ژبې زده کړه ورته اړتيا برېښېده له همدې امله يې زړه وکړ چې بايد پښتو په سمه توګه زده کړي.
هغه وايي، چې اوس د پښتو ژبې په ليکلو او ويلو کې هېڅ ستونزه نه لري.
د بلخ ادبي خوځښت غړي او ليکوال بريالي جلالزي پژواک ته وويل، چې په بلخ کې له تېرې يوې لسيزې په ازاده توګه پښتانه فرهنګيان د پښتو ژبې د ودې لپاره کارونه کوي.
نوموړي زياته کړه چې په دغه ولايت کې پښتو عامه کتابتون شته، په پښتو ژبه خپرونې شته، په پښتو ژبه غږيزې رسنۍ فعاليت کوي او هره اونۍ پښتانه ليکوالان ناستې ترسره کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن