کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٥): کونړ ولايت کې د پاکستان طالبانو د تحريک يو غړى چې له داعش سره يې همکاري درلوده، نيول شوى او دغه راز د ډاياک پروسې ته بېلابېل ډوله لسګونه ميل وسلې وسپارل شوې.
د کورنيو چارو وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې عمومي رياست له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد کس د پاکستان اصلي اوسېدونکى دى.
سرچينې زياته کړې، ياد کس چې د پاکستاني طالبانو د تحريک ډلې غړى هم دى؛ له دوه لاسي بمونو، يو ميل ټي ټي تومانچې، ٢٠ عدده برېښنايي پټاقيو او د داعش له يوه بيراغ سره يو ځاى نيول شوى دى.
د داعش ډلې ياد غړى چې اسلم نومېږي، وايي چى نوموړى د پاکستان د طالبانو تحريک غړى دى، خو دغه وسلې يې د پيسو په بدل کې کونړ ته لېږدوله، چې بيا د پوليسو له لوري ونيول شو، خو اوس له خپل کار پښېمانه دى.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې رياست، د ملي دفاع وزارت د ډاياک لړۍ ته بېلابېل ډوله لسګونه ميله وسلې سپارلې دي.
د کورنيو چارو وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې رياست د ډاياک اوپراسيون عمومي مدير سمونوال سيد افندي بابازي، يادې لړۍ ته د وسلو سپارلو پر مهال وويل چې د ياد رياست منسوبينو په تېره يوه مياشت کې ښې لاسته راوړنې درلودې.
هغه زياته کړه: "په دغه موده کې د بېلابېلو عملياتو و پر مهال په کابل او نورو ولايتونو کې له يو شمېر امنيتي کمپنيو او کسانو ٢٨ ميله کلاشينکوف، ٢٠ ميله تومانچې، د راکټ ٢٠ مرمۍ، يو ميل دهشکه او نورې وسلې ترلاسه کړې دي."
افندي وايي، چې دغه شمېر وسلې او مهمات نن په رسمي ډول د ملي دفاع وزارت د ډاياک چارواکو ته په رسمي توګه وسپارل شوې او د دغه رياست منسوبين به په راتلونکي کې هم دا هڅه کوي، چې له بېلابېلو جرمونو د مخنيوي په توګه له اسنادو پرته ټولې وسلې راټولې او د ملي دفاع وزارت د ډاياک پروسې ته يې وسپاري.
د ملي دفاع وزارت د ډاياک مرکز زون مشر بريد جنرال غلام فاروق پرواني د يادو وسلو له ترلاسه کولو وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل: "نن مو بېلابېل ډول وسلې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې رياست له لوري د هېواد له بېلابېلو سيمو ترلاسه شوې وې، ترلاسه کړې او هغه د ملي دفاع وزارت ډيپوګانو ته لېږدوو."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن