ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ښځو کرنیز فارم پرانیستل شو

په کندهار کې د ښځو کرنیز فارم پرانیستل شو

author avatar
28 Dec 2016 - 19:17
په کندهار کې د ښځو کرنیز فارم پرانیستل شو
author avatar
28 Dec 2016 - 19:17

کندهار (پژواک ٨ مرغومى ٩٥): په کندهار ښار کې د ښځو د کرنیز فارم د جوړولو چارې بشپړې او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

په دغو مراسمو کې چې نن مازیګر د همدې کرنیز فارم په ودانۍ کې جوړ شوي وو، د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ، د کندهار ولایت مرستیال عبدالعلي شمسي، د بېلابېلو دولتي ادارو مسوولینو او لسګونو مېرمنو ګډون کړی وو.

د کندهار د ښځو چارو رييسې مېرمن رقيې اڅکزۍ پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښځو د کرنیز فارم د جوړولو چارې یو کال وړاندې پیل شوې وي، چې په دې وروستیو کې بشپړې او نن پرانیستل شو.

هغې زیاته کړه، دغه کرنيز فارم په ٢٥ جريبه ځمکه کې جوړ شوی، چې د ځمکې مرسته افکو کمپنۍ کړې او د جوړولو لګښت يې ۱۳ میلیونه افغانۍ په سوېل کې د کرنېزې پراختيا (RADP-S)موسسې له خوا ورکړل شوې دي.

د دې په خبره، د فارم ۵ جریبه ځمکه د انارو باغ ته ځانګړې شوې، د دې تر څنګ په يوه لويه نهال خونه کې ١٥٤زره بېلابېل نيالګي هم و روزل شي، چې په کرنيز فارم کې د لګولو تر څنګ به په بازار کې هم پلورل کېږي.

دې دا هم وويل، چې د مالدارۍ لپاره د وښو د کرلو ځاى هم ځانګړى شوى او دغه راز به په ٤ ګرين هاوسونو کې د مېرمنو له خوا بېلابېل سبزيجات کرل کېږي او بازار ته به عرضه کېږي او دغه راز به په دې فارم کې اته کاري خونې او ساړه ساتنځايونه موجود وي، چې مېرمنې په کې خپل محصولات خوندي وساتي.

نوموړې یادونه وکړه چې د کرنيز فارم د اوبولو لپاره به شپږ مياشتې د ظاهرشاهي کانال له اوبو کار اخلي او پاتې شپږ مياشتې به د برمې له اوبو کار اخيستل کېږي، چې د اوبو د را ايستلو او نورو چارو لپاره دغلته د ١٥،٥ کيلوواټه په توليد د لمريزې برېښنا سيسټم هم برابر شوى دى.

دې يادونه وکړه چې د کرنيز فارم له محصولاتو څخه لاسته راغلې پيسې به بېرته په همدې فارم لګېږي، څو ښځې ښه توليدات ولري او له دې لارې د خپلو کورنيو لپاره نفقه برابره کړي.

د دې په خبره، په دې توګه به سلګونه مېرمنې کار پيدا کړي او دغه راز به د کرنې له موډرنې ټکنالوژۍ سره بلد شي.

د کندهار ولایت مرستیال عبدالعلی شمسي خوښي وښودله چې د مېرمنو لپاره یوه داسې پروژه بشپړه شوې چې د ډېرو مېرمنو په ژوند کې بدلون راوستلای شي.

هغه زیاته کړه، له بده مرغه په تېرو کلونو کې ګڼ فرصتونه ضایع شول او مېرمنو ته هغسې کار نه دی شوی چې اړتیا یې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.