ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د هندوانو او سيکانو يو استازى ووژل شو

کندوز کې د هندوانو او سيکانو يو استازى ووژل شو

author avatar
29 Dec 2016 - 15:27
کندوز کې د هندوانو او سيکانو يو استازى ووژل شو
author avatar
29 Dec 2016 - 15:27

کندوز(پژواک،٩ مرغومى ٩٥):د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د هندوانو اوسيکانو يو استازى د يوه وسله وال له خوا ووژل شو.

د کندوز ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې ولايت کې د هندوانو او سيکانو استازى حکيم لالا دلسوز، نن سهار شاوخوا ٩ بجې د يو وسله وال کس له لوري کندوز ښار کې  خپل کور ته څېرمه ووژل شو.

هغه زياته کړه چې د نوموړي د وژنې په تړاو درې شکمن کسان نيول شوي ، پوليس هڅه کوي څو د دې پېښې اصلي عامل ونيسي.

 د حکيم دلسوز ماما، پريم وويل چې خوريي ( دخورزوى) يې له چاسره تربګني نه درلوده او له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې  يې کندوز ښار کې ژوند کاوه.

نوموړي زياته کړه چې څلورکاله مخکې هم د وسله والو کسانو له لوري پرې بريد شوى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.