ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناوې: د واده شپه مې زموږ پرموټر د چاودنې له امله په غم بدله شوه

ناوې: د واده شپه مې زموږ پرموټر د چاودنې له امله په غم بدله شوه

author avatar
31 Dec 2016 - 20:44
ناوې: د واده شپه مې زموږ پرموټر د چاودنې له امله په غم بدله شوه
author avatar
31 Dec 2016 - 20:44

کابل (پژواک، ١١مرغومى ٩٥): ناوې چې د واده په شپه له خپل خاوند او ځينې نورو کسانو سره له چاودنې سره مخ شوې ده وايي چې د يادې پېښې له امله يې، د ژوند خوږې شيبې  ، په ډېرو ترخو خاطرو بدلې شوې دي.

دا چاودنه، تېره شپه د کابل ښار پنځمې ناحيې اړوند، قمبر څلورلارې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده چې په ترڅ کې يې د ناوې او شاه موټر ويجاړ او بيا سوځېدلى دى، له امله يې دوه کسان ووژل شول او څلور نور ټپيان شوي دي.

ناوې چې نازې نومېږي او ٢١کاله عمر لري، ادعا يې وکړه چې ياده چاودنه د مقناطيسي ماين له امله رامنځ ته شوې ده.

 نوموړې چې مخ او پښې يې د چاودنې له امله ټپي او سوځېدلې دي، پژواک خبري اژانس ته  وويل چې ټولې هيلې يې ددې پېښې له امله په وير او غم بدلې شوي دي.

نازيې په داسې حال کې چې ژړل يې او ډېره خپه وه وويل :" څلورمياشتې وړاندې کوژدن شوو، کوژدن مې ډېر راباندې ګران و؛ خو ژوند مو نور تباه شوى دى."

د ناوې خور، زرغونه چې له هغې سره يې ملتيا کوله وويل، درې ورځې وړاندې کابل ته راغلې ده چې د خور په واده کې ګډون وکړي.

هغې د پېښې څرنګوالي په اړه وويل :" مراسم پاى ته ورسېدل، د واده له هوټل څخه بهرشوو، ناوې او زوم هم په موټرکې سپاره شول؛ خو شاوخوا ٢٠ دقيقې لا تېرې شوې نه وې چې د لارې په اوږدو کې يې موټر کې چاودنه رامنځ ته شوه."

زرغونې زياته کړه چې د چاودنې له امله، د موټرچلونکى او د زوم نيا چې په ياد موټرکې سپره وه ووژل شول،ناوې د زوم مور او خور او د زوم خوريى چې هغوى هم دې موټر کې وو، ټپيان شول.

د ناوې خور وويل چې ښايي دا چاودنه د مقناطيسى ماين له امله رامنځ ته شوي وي؛ خو په ډاګه يې کړه چې هغوى له هيچا سره تربګني نه درلوده.

استقلال روغتون کې د سوځېدنې برخې مسوول، ډاکټرمحمد فاضل پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه څلور ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.

نوموړي وويل چې د ناوى او زوم روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ نه دى؛ خو د دوو نورو ناروغانو وضعيت چې سخت سوځېدلي دي، نازک دى.

خو کورنيو چارو وزارت کې،  د پوليسو ١١٩ شميرې مسوول مل پاسوال محمد همايون عيني پژواک ته وويل چې ياده پېښه د زوم موټرکې، د ګاز بالون چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.