ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٩٤کلن سړي ته نکاح شوې ١٤کلنه ذکيه له رواني ستونزې سره مخ ده

٩٤کلن سړي ته نکاح شوې ١٤کلنه ذکيه له رواني ستونزې سره مخ ده

author avatar
31 Dec 2016 - 18:37
٩٤کلن سړي ته نکاح شوې ١٤کلنه ذکيه له رواني ستونزې سره مخ ده
author avatar
31 Dec 2016 - 18:37

کابل (پژواک،١١مرغومى ٩٥): ١٤کلنه نجلۍ چې ٩٤ کلن سړي ته نکاح شوې ده، وايي چې رواني ستونزې سره مخ شوې ده  او د ځان او خپلو اولادونو راتلونکې په اړه اندېښمنه ده.

دا مېرمن چې دکاپيساولايت نجراب ولسوالۍ اوسېدونکې ده، شپږ کاله وړاندې يو سړي ته  په نکاح ورکړل شوه چې خوست ولايت کې  ژوند کوي او دوه مېرمنې يې پخوا د زوړتوب له امله مړې شوې دي او له هغوى څخه اووه زامن او يو لور او شاوخوا ٢٠ لمسيان پاتې دي.

دا مېرمن چې خپل مستعارنوم ذکيه معرفي کوي په داسې حال کې چې دټول بدن له خوږ څخه شکايت کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل :” خاوندمې سلن کلن دى او د ناروغۍ په بستره کې پروت دى، کله يې د مړينې په اړه فکرکوم ، ناڅاپه راباندې فشار راشي او چپه شم، بيا نو پرځان نه پوهېږم او کله چې په هوښ شم ، وروسته مې بيا د ټول ځان  پوستکى شين شوي وي.”

يادې ځوانې مېرمن چې په څېره کې يې له ورايه ويرڅرګند و ، زياته يې کړه، کله چې پرې شوک راشي،پنځه کسان يې ټينګه نيسي،خو زور يې پرې نه رسېږي.

 ذکيه چې په ډېر واړه عمر زوړ سړي ته په نکاح  شوې ، يادونه يې وکړه چې هېڅکله يې د راتلونکې په اړه فکر نه کاوه او اصلا د ښځې او مېړه ګډ ژوند په معنا نه پوهېده اوس چې له دې سړي سره د ژوند ملګرې شوې ده نو اړه ده چې سازش ورسره وکړي.

نوموړې چې اوس ٢٠ کلنه ده او خاوند يې ١٠٠ کلن دى په داسې حال کې چې ټولې هيلې يې له خاورو سره يو شوي   په مات زړه يې وويل :” نه غواړم چې بل ځاى مېړه وکړم ځکه اوس په داسې چا واده  يم چې خپله کونډه نه پرېږدي چې بل ځاى کې  مړه  وکړي.”

 ياده دردېدلې مور چې اوس دوه زامن او يوه لور لري، په دې اړه چې ولې يې له يو ځوان سړي سره واده نه دى کړى، ټينګار وکړ چې هغې هېڅکله دې موضوع ته پام و نه کړ،مور يې هغه د سل زرو افغانيو په بدل کې ياد زوړ سړي ته په نکاح ورکړه.

ذکيې زياته کړه چې پلار يې مړ شوى او مور يې بل خاوند کړى دى، هغه يوه بله خور او څلور وروڼه لري چې هېڅکله يې د هغې دروازه نه ده ټکولې او د نوموړې پوښتنه هم نه کوي.

هغې زياته کړه :” په واده کې چا راته جامې ونه کړې او نه مې سم واده وشو، د څاروي په څېر يې پر يو لک افغانيو خرڅه کړم  اوس څه وکړم چې ناسکه پلار او وروڼو کره ولاړه شم ؟”

يادې مېرمنې زياته کړه چې اوسمهال يې مور له ناسکه پلار څخه درې نجونې او درې زامن لري چې له دې سره تګ راتګ نه کوي، هغې هم هوډ کړى چې هغوى سره راشه درشه ونه کړي.

ياده مېرمن زياتوي کله چې خاوند يې ناروغ شي ، زامن يې هغه ملامتوي او ښکنځلې ورته کوي چې د پلار په وړاندې يې بې پروايي کړې ده،  سړې اوبه او يا زيات غوړي يې ورکړي دي  او اوس له داسې وضعيت سره مخ ده چې په ډېره تونده لهجه ورته وايي” که ته په دې فکر وې چې د پلار له مرګ وروسته به بل واده وکړې دا هيله به دې ګور ته يوسې.”

هغې وويل چې خاوند يې ساه لنډي ناروغي لري هره شپه ورته اکسيجن تطبيقوي.

 ديني عالم شمس الرحمان فروتن په دې اړه وويل، څرګنده ده چې له ٩٤ کلن سړي سره د ١٤کلنې نجلۍ نکاح د عمر له اړخه ډېر توپېر لري، د نجلۍ حق ضايع شوى او کوم حق چې لري هېڅکله به يې ترلاسه نه کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل ، کله چې ياده نجلۍ نوې د ځواني عمر ته رسېږي، ښايي خاوند يې مړ شي او ياده ځوانه ښځه د هغې کورنۍ يوه برخه شي او کورنۍ د خپل رسم او دود له مخې وايي چې دا يې ناموس دى بايد له کورڅخه بهرنه شي، هغه د کورنۍ بل غړي ته په نکاح ورکوي چې دا هم پر هغې مظلومې ښځې بله ناروا ده.

 ياد ديني عالم زياته کړه، په حديث شريف کې راغلي دي:” ځان او بل ته زيان رسول د اسلام سپېڅلي دين خلاف عمل دى” بل ځاى کې راغلي دي چې تاسو په خپلو لاسونو ځان د تباهۍ کندې ته مه غورځوئ دا ډول ودونه په حقيقت کې ځان تباه کول دي او د شريعت له اړخه که نجلۍ او پلار يې خوښ وي نو ستونزه نه شته.

خو دلته له نجلۍ څخه د نظرورکولو حق اخيستل شوى او مور يې هغه ٩٤کلن سړي ته په  نکاح ورکړې ده د بشرحقونو خپلواک کمېسيون د ماشومانو له حقونو څخه د ملاتړ برخې دهمغږۍ مسوول نجيب الله ببرک زي وويل چې د افغانستان او نړيوالو قوانينو له مخې د ماشوم عمر تر ١٨ کلونو ټاکل شوى دى چې د نجلۍ لپاره د واده عمر ١٦ او د هلک لپاره ١٨کاله دى.

نوموړي يادونه وکړه :” نجلۍ چې ١٨ کلنه شوې نه وي که خپله او د وکيل خوښه يې وي نو څه خبره نه شته او له دې پرته، د ماشومانو حقونو کنوانسيون او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قانون له مخې، له ټاکلي عمرڅخه د ټيټ عمر ماشومانو واده دقانون خلاف عمل دى او څوک چې د يادو دوو کسانو نکاح تړي، د قانون په رڼا کې  دې تعقيب کړي.”

د عدليې وزارت د تقنين  رييس عبدالمجيدغني زاده يادونه وکړه چې د مدني قانون ٧٠ مې مادې له مخې چې د واده عمر په اړه يې حکم صادرکړى دى دا عمر هغه وخت بشپړېږي چې نجلۍ د ١٦کلنې عمر او هلک د ١٨کلنۍ عمر بشپړ کړى وي.

ددې ترڅنګ، د مدني قانون ٧١ماده حکم کوي که نجلۍ قانون کې ذکر شوى د ١٦کلنې عمر نه وي بشپړ کړى، د نجلۍ نکاح تړل، يوازې د هغې پلار چې پوره واک ورسپارل شوى وي او د صلاحيت لرونکې محکمې له لوري ترسره کېداى شي.

د غني زاده په وينا” په ياده ماده کې داسې ټينګار شوى چې له ١٦کلونو د ټيټ عمر نجلۍ نکاح، د قانون له مخې هېڅ جواز نه لري.”

 د عدليې وزارت د تقنين مشر، د يادې مېرمنې چې کله يې خاوند مړ کېږي د قانون له مخې ميراث وړي او که نه؟ پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې د ميراث قانون او مدني قانون له مخې ياده مېرمن د مېراث مستحقه ده.

هغه څرګنده کړه چې د ميراث قانون له مخې، که مېرمن له ياد سړي څخه اولاد ولري ، اتمه برخه ميراث ورکول کېږي او که اولاد و نه لري، د ميراث څلورمه برخه يادې مېرمنې ته ورسېږي.

د هغه په خبره، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون د ٣٣مې مادې په ارث کې د تصرف د منع په درېيم څپرکي کې هم راغلي، هغه شخص چې د مورث په متروکه کې د ښځې د تصرف خنډ شي، د هغه د شرعي ونډې پر ورکړې سربېره، د حسب احوال سره سم په لنډ بند محکومېږي چې  له يوې مياشتې نه ډېر نه وي.

د ٤٣ مادې په اموالو کې د تصرف منعې دويم څپرکي کې هم راغلي ،  هغه شخص چې د ښځې شخصي مالونه تصرف او يا هم هغه په کې له تصرف منع کړي، د حسب احوال سره سم په لنډ بند چې له درېيو مياشتو زيات نه وي، محکومېږي.

هغه زياته کړه، که چېرته د مېرمنې، نجلۍ او يا هم خور له حق نه ناوړه ګټه  پورته نه شي، دوى کولى شي چې د عدليې وزارت تقنين رياست او د ښځو چارو وزارت د حقوقو رياست ته مراجعه وکړي.

 د ښځو د حقونو يوې فعالې مېرمن شهلا فريد وويل چې په افغاني ټولنه کې د ښځو يوه ستونزه، ښځو ته غير انساني نظر دى چې د دويمې درجې انسان په سترګه ورته کتل کېږي، دې نظر ته په پام سره ښځې نارينه وو ته چاپلوسي کوي او د لاس  الې په توګه ترې کار اخيستل کېږي، ځکه خو حق نه لري چې نارينه وو سره په يوه کچه کې وي او د هغوى انساني ارادې او اختياراتو حقونو ته درناوى وشي.

پر دې سربېره په ډېرو وختونو کې اجازه نه ورکول کېږي چې د خپل برخليک په ټاکلو کې ونډه واخلي او په هر عمر کې چې وي، واده کېږي.

هغې ټينګار وکړ چې له  ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوي قانون کې د نجلۍ لپاره د واده عمر ١٦ او د هلک لپاره ١٨ کاله ټاکل شوي دي، دا د نجلۍ په حق کې يوه ستره جفا ده چې په ١٤ کلنۍ کې يوه ٩٤ کلن سړي ته واده شي.

مېرمن فريد زياته کړه چې له دې ستونزو د وتلو لپاره بايد د قوانينو په اړه د ښځو د سواد او عامه پوهاوي کچه لوړه شي.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ښځو بله ستونزه کلتوري ده چې له يوې خوا د افغانستان ښځې له  انساني حقونو او د هغو له ملاتړو ارزښتونو بې خبره دي او بلخوا نارينه د ښځو د حقونو او حرمت واقف نه دي، پر ښځو د ډېرو ظلمونو سبب ګرځي، ښځو ته د ميراث له ورکړې ډډه کول هم ددې حقيقت يوه ښکاره بېلګه ده.

په کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې استاد، شرف الدين عظيمي وويل چې د ښځې او نجلۍ عمر يو له هغو مسايلو ګڼل کېږي چې بايد له واده وړاندې ورته پاملرنه وشي.

د هغه په باور، هر کله چې د مېرمنو عمر د واده پرمهال له نارينه وو درې کاله کم وي،  نو په دې عمر کې د نجونو عاطفي وده د هلکانو په پرتله چټکه ده.

هغه ټينګار وکړ چې ٢٣ کلن نارينه کولى شي چې په ډېر راحت سره له ٢٠ کلنو نجونو سره واده وکړي، ځکه چې دا عمر د نجلۍ او هلک لپاره له عاطفي، اخلاقي او ټولنيز اړخه د ودې يوې کچې ته رسېږي او کولى شي چې يوه نېکمرغه کورنۍ تشکيل کړي.

نوموړي څرګنده کړه:((خو کله چې يوه ١٤ کلنه نجلۍ، ٩٤ کلن سړي ته واده کېږي، افکار، ټولنيزې اړيکې او جنسي ځانګړتياوې يې اصلا يو د بل سره برابرې نه وي او دا ډول واده ته يوه کورنۍ نه شو ويلاى، اصلا دا يوه ظالمانه اړيک ده او له ماشوم نه د يوه عمر خوړلي سړي ناوړه ګټه اخيستنه او د تېري نوم ورکولى شو.))

 پر دې سربېره ارواپوهان باور لري، هر وخت چې عمرونه لوړ وي، مورنۍ او پلرنۍ اړيکه رامنځته کېږي، مثلا که چېرته د نجلۍ او هلک عمر لس يا شل کاله توپير ولري، نو تاسې ورسره د شريک ژوند احساس نه لرئ.

د دوى په باور، اوس چې ددې ٢٠ کلنې او ١٠٠ کلن نارينه ترمنځ کوم احساس شته، د پلار او لور اړيکې ته ورته دى.

ارواپوهان په دې باور دي، هغه کسان چې عمر يې له ٢٠ کلونو ښکته وي، ماشومان يې جوړه، ناوړه بڼه لرونکي وي، خپلو ماشومانو ته وده نه شي ورکولى، ماشومان يې مري، کم وزنه ماشومان زېږوي چې سرونه يې ډېر غټ وي، د ستونزو بېلابېلې بڼې ورته پيدا کېږي چې په راتلونکي که به  يو سالم ماشوم نه وي.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.