غزني ښار (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٥): د غزني والي وايي چې په ګيلان ولسوالۍ کې يو شمېر داعش وسله وال ځاى پر ځاى شوي، خو د بريدونو د مخنيوي لپاره يې پوره چمتووالى نيول شوى دى.
دغه څرګندونې د غزني والي عبدالکريم متين د مرغومي په ١٣مه جاغوري ولسوالۍ ته د سفر پر مهال پژواک خبري اژانس ته وکړې.
متين وويل چې دوى د داعش وسله والو د بريدونو د مخنيوي لپاره پوره چمتووالى لري او هېڅکله به هغوى په خپلو پلانونو کې بريالي نه شي.
هغه د جاغوري ولسوالۍ خلکو ته په خطاب کې وويل: ((زه خبر شوی يم چې داعش غواړي پر جاغوري بريدونه وکړي او بېګناه خلک و وژني خو هېڅ وخت يې دغه کار ته نه پرېږدم.))
متين وايي چې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه به د زابل ولايت له چارواکو سره هم ډېر ژر خبرې وکړي.
د غزني ګيلان د زابل له خاک افغان سره نښتې ولسوالۍ ده.
د غزني والي وايي چې د همدې ولسواليو په پوله کې داعش وسله وال مېشت شوي او له ځينو سره يې کورنۍ هم دي.
بل لور ته په ګيلان کې د داعش وسله والو مېشتېدل د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
د جاغوري قومي مشر علي حسين پژواک ته وويل: ((موږ هېڅ ستونزه نه لرو خو په ګيلان کې داعش دي او غواړي چې پر جاغوري بريدونه وکړي.))
ده ټينګار وکړ چې هر څه ژر بايد حکومت په ګيلان کې د داعش وسله والو پر ضد اقدام وکړي.
په جاغوريو کې يوه پاڅون کوونکي جنرال باشي حبيب پژواک ته وويل چې له ګيلان سره پر پوله يې پوسته جوړه کړې ده.
هغه وويل: ((ما سره خلک هم مرسته کوي، پیسې او امکانات راکوي زه دلته پروت يم پوسته مې جوړه کړې ده، داعش ته اجازه نه ورکوم چې جاغوري ته داخل شي؛ ځکه هغوى ډېر ظالمان دي او عام خلک وژني.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن