ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د ملکي هوايي ډګر لومړنۍ عملي چارې به په دوو اونیو کې پیل شي

د ننګرهار د ملکي هوايي ډګر لومړنۍ عملي چارې به په دوو اونیو کې پیل شي

author avatar
2 Jan 2017 - 14:52
د ننګرهار د ملکي هوايي ډګر لومړنۍ عملي چارې به په دوو اونیو کې پیل شي
author avatar
2 Jan 2017 - 14:52

جلال اباد (پژواک، ۱۳ مرغومى ٩٥): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې راتلونکو دوو اوونيو کې به د دغه ولايت لپاره د ملکي هوايي ډګر د جوړېدو لومړني عملي کارونه پيل شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملکي هوايي ډګر د جوړېدو لومړنۍ سروې شاوخوا څلوېښت ورځې وړاندې د ننګرهار والي او هوايي چلند ادارې د مرستيال له لوري پيل شوې وه.

هغه زياتوي چې دوه ورځې وړاندې د هوايي چلند ادارې يو پلاوی ننګرهار ته راغلی و، ځای يې په نښه کړی او د عملي کار لپاره هم پلان جوړ شوی دی.

نوموړي ډاډ ورکړ چې په راتلونکو دوو اوونيو کې به د دغه ډګر د جوړېدو لومړنۍ عملي چارې رسماً پيل شي.

خوږياڼي که څه هم د ملکي هوايي ډګر د جوړېدو ځای په ډاګه نه کړ؛ خو د سروې پر مهال د بهسودو، سره رود، چپرهار او روداتو ولسواليو يو شمېر سيمې ليدل شوې دي.

تر دې وړاندې د هوايي چلند ادارې مرستيال محمود شاه حبيبي جلال اباد ته د سفر پر مهال ډاډ ورکړی و چې د ننګرهار ملکي هوایي ډګر لپاره بودیجه په نظر کې نیول شوې او که ځای ورته په نښه شي؛ نو عملي چارې به يې ډېر ژر پيل شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړی اجمل عمر هم د دغه ګام د هرکلي تر څنګ غوښتنه کوي چې بايد د هوايي ډګر د رغولو ټول کارونه په احتياط ترسره شي.

نوموړی وايي، په ننګرهار کې مافيا حاکمه ده او که چېرې د دغه ډګر تر جوړېدو وړاندې د هغه په ډاګه شي؛ نو ښايي ورته دسيسې جوړې کړي.

د ننګرهار يوه ملي سوداګر حاجي تور ملنګ هم له پژواک سره د خبرو پر مهال په ننګرهار کې د ټولو سوداګرو او اوسېدونکو لپاره د هوايي ډګر جوړېدل يوه اړینه مسئله ياده کړه.

ده وويل، ډېر کله سوداګر د کابل په لاره او يا هم پاکستان ته د تګ پر مهال د وسله والو غلو ښکار ګرځي او ګڼ مالي زيانونه ورته اړوي.

د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي هارون مومند هم د هوايي ډګر جوړېدل ننګرهار لپاره ښه زيری ياد کړ او دا یې د دغه ولايت اړتيا وښوده.

هغه وړاندې وويل: ((اوس چې زموږ حاجيان د حج لپاره ځي؛ نو لومړی کابل ته ځي، هلته بيا د پرواز د وخت لپاره شپې په هوټلونو کې تېروي؛ نو يو خو د تګ مشکل او بل بيا هلته انتظار، که دا هوايي ميدان جوړ شي؛ نو دغه ستونزې به ورسره حل شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.