ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر ۱۳ کسانو حد جاري کړی

طالبانو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر ۱۳ کسانو حد جاري کړی

author avatar
2 Jan 2017 - 15:47
طالبانو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر ۱۳ کسانو حد جاري کړی
author avatar
2 Jan 2017 - 15:47

غزني ښار (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٥): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې په تېرو دوو اونيو کې وسله والو طالبانو د بېلابېلو جرمونو په تور ١٣ کسان په درو وهلي خو د دغه ولايت امنيتي چارواکي وايي چې طالبان باید لومړی پر خپل ځان شریعت جاري کړي.

د اندړو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحيم الله د مرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو تېره اونې په ګبرو سيمه کې يو طالب او نجلۍ د نامشروع اړيکو په تور پر درو وهلي دي.

هغه وايي: ((طالبانو نجلۍ په څادر کې تاوه کړې وه خو د درو وهلو په وخت کې نجلۍ ډېرې چيغې وهلې.))

دغه راز د اندړو بل اوسېدونکي لعل محمد پژواک ته وويل چې د کمالخېلو په سيمه کې هم طالبانو يو هلک او يوه نجلۍ له کوره د تېښتې په تور په درو وهلي دي.

هغه وايي: ((طالبانو دغه کسان د زرګونو کسانو په مخ کې د دې لپاره و وهل تر څو نور خلک دغه کار ونه وکړي.))

هغه وويل چې طالبانو په همدې موده کې د مکرو په سيمه کې هم درې کسان چې د خلکو له کورونو به يې د لمريزې برېښنا تختې او نور شيان غلا کول، په درو وهلي دي.

دغه راز د غزني ښار د قرباغي سيمې اوسېدونکي جمشيد پژواک ته وويل چې تېره ورځ طالبانو په دې سيمه کې پنځه تنه د غلا او يو بل کس يې د زنا په تور ٣٩ -٣٩ درې او ٢٨- ٢٨ لښتې وهلي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين امرخېل پژواک ته وويل چې تېره ورځ طالبانو په قره باغي سيمه کې يو شمېر کسان په درو وهلي دي.

خو هغه وويل: ((طالبان باید اول پر خپل ځان شریعت جاري کړي، د دوی کارونه له اسلام سره په ټکر کې دي.))

بل لور ته وسله وال طالبان هم د درو وهلو موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره ورځ طالبانو په قرباغي سيمه کې پنځه تنه د غلا او يو بل کس يې د زنا په تور وهلي دي.

هغه د اندړو په اړه وويل چې هلته هم طالبانو دوه تنه د زنا په تور وهلي خو هلک يې طالب نه وو، بلکې د تره زامن يې طالبان وو چې پخوا وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.