جلال اباد (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي چې په ننګرهار کې د ځمکنيو او هوايي بريدونو په ترڅ کې یې د داعش ١٢ وسله وال وژل شوي دي.
د ياد وزارت له خوا د مرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات پرون د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې د داعش ١٢ وسله وال وژل شوي او د هغو د وسلو او مهماتو يوه زېرمه هم له منځه تللې ده.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى بيا وايي چې په دغو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو هم برخه اخيستې وه او د بې پيلوټه الوتکې په مرسته يې بمبار کړى دى.
هغه زياتوي چې په دغو بريدونو کې چې د هسکې مېنې ولسوالۍ پر ګرګرې سيمې شوي، په ترڅ کې يې ١٠ داعش وسله وال وژل شوي او دوه مهم قوماندانان يې ژوندي نيول شوي دي.
نوموړي د داعش نيول شوي قوماندانان مولوي عباس او ابو حذيفه ياد کړل.
داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن