ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ورانکارو کړنو په تور پنځه وسله وال نیول شوي

ننګرهار کې د ورانکارو کړنو په تور پنځه وسله وال نیول شوي

author avatar
3 Jan 2017 - 14:13
ننګرهار کې د ورانکارو کړنو په تور پنځه وسله وال نیول شوي
author avatar
3 Jan 2017 - 14:13

جلال اباد- کندهار (پژواک، ۱۴ مرغومى ٩٥): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې ملي امنيت ادارې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې ۵ وسله وال طالبان نيولي او دغه راز يې په خپلو هلو ځلو یې ۶ وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ۱۴مه د رسنيو په دفتر کې د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل چې د ملي امنيت منسوبينو د روداتو ولسوالۍ اړوند په غازي امان الله خان ښارګوټي کې په يو الټو موټر کې سپاره ۳ ماين ښخوونکي نيولي دي.

هغه زياته کړه چې له يادو کسانو سره ماينونه، بې غږه تومانچې او نور مهمات هم نيول شوي او پلان يې درلود چې په ښار کې ماينونو ته چاودنه ورکړي او هم د بې غږه تومانچو په مرسته خلک ترور کړي.

د والي وياند دغه راز وويل چې د ملي امنيت منسوبينو د محمد جلال په نوم يو طالب وسله وال په بټي کوټ ولسوالۍ او د الياس محمد په نوم د هغه يو بل ملګری يې په اچين ولسوالۍ کې نيولي دی.

د عطاءالله خوږياڼي د معلوماتو له مخې، يادو کسانو په دغو ولسواليو کې له خلکو د حشر او ذکات په نومونو پيسې راټولولې او بيا يې پرې په مختلفو ولسواليو کې وسله وال روزل او هغوی ته يې پرې تجهيزات پېرل.

نوموړي دغه راز وويل چې  شپږ وسله وال طالبان تازه د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي چې تر دې وړاندې یې په پچيراګام ولسوالۍ کې د امام جان په مشرۍ دولت ضد کړنې ترسره کولې.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، روان کال په دغه ولايت کې د سولې شورا ولايتي کمېټې او ملي امنيت په ګډو هلو ځلو له زرو زيات وسله والو مخالفين د سولې له بهير سره يو ځای شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې يو سیمه ییز پولیس وژل شوی او په کندهار ښار کې بیا د نانوایانو وکیل په غلچکي برید کې ټپي شوی دی.

لومړۍ پېښه د یادې ولسوالۍ د منارې په کلي کې شوې ده.

يوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سیمه ییز پولیس مسموم شوی او بیا وژل شوی دی.

سرچینې په دې اړه نور معلومات نه لرل.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، د پېښې په اړه له څېړنو وروسته به رسنیو ته معلومات ورکړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.