ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان ښځې د ژوند له ټولو اسانتیاوو بې برخې دي

د نورستان ښځې د ژوند له ټولو اسانتیاوو بې برخې دي

author avatar
3 Jan 2017 - 11:42
د نورستان ښځې د ژوند له ټولو اسانتیاوو بې برخې دي
author avatar
3 Jan 2017 - 11:42

جلال اباد (پژواک، ۱۲ مرغومى ٩٥): د نورستان د ښځو چارو رييسه وايي چې د دغه ولايت ښځې لا هم له زده کړو بې برخې دي، روغتيايي اسانتياوې نه لري او پر درنو کارونو بوختې دي.

دغه څرګندونې ډاکټرې زاهدې فيضان د مرغومي په ۱۴مه له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

نوموړې وايي چې د نورستان ښځې له غرونو د لرګيو له راوړ نيولې بزګري، او نور بېلابېل شاقه کارونه کوي او علت يې هم د دغه ولايت اقتصادي ستونزې په ګوته کوي؛ ځکه په خبره يې د نارينه وو کار نشته او ياد کارونه له ښځو پرته هلته څوک نه شي ترسره کولی.

د ډاکټر فيضان په وينا، د دغه ولايت ښځې د روغتيا په برخه کې هم ګڼې ستونزې لري او حتی په ټول نورستان کې يوه اېم ډي ښځينه ډاکټره نشته او يوازې قابلې او نرسانې دي.

دې وويل چې کلينيکونه پوره بسنه نه کوي او پلی تګ يې د روغتيا په برخه کې د ښځو او په ځانګړې توګه اميدوارو مېرمنو لپاره بله لويه ستونزه ده.

د ښځو چارو رييسه وايي چې د زده کړې په برخه کې په دې وروستيو کې يو څه پرمختګ شوی؛ خو خپله په نورستان کې نه، بلکې نورستانۍ نجونې ننګرهار ته د زده کړو لپاره راځي او زده کړې کوي.

ډاکټره زاهده فيضان د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د قضيو په تړاو وايي چې سږ کال ورسره ۵۵ قضيې ثبت شوې چې ۲۵ يې په قومي منځګړتوب حل شوې او زیات شمېر يې له کوره د تېښتې پېښې دي.

وهل ټکول، طلاق، د ميراث نه ورکړه او له کوره د نجونو تېښته هغه څه دي چې په دغو قضيو کې شامل دي.

نوموړې وايي، د ښځو چارو رياست ځکه د ښځو د ستونزو د حل په برخه کې پاتې راغلی چې اړين امکانات په واک کې نه لري او نه هم په دغه ولايت کې موسسې فعاليت کوي چې دوی ترې مرسته وغواړي.

فيضان زياتوي چې تر اوسه پورې د ښځو چارو رياست ودانۍ هم نه لري او په يوه نا مناسب ځای کې فعاليتونه ترسره کوي؛ ځکه دغه اداره هېڅ ډول پراختيايي بوديجه نه لري.

هغه وايي چې د ښځو د ستونزو د حل او زده کړو ته د هڅونې په خاطر هر کال په ټول ولايت کې د عامه پوهاوي کمپاين ترسره کوي چې ډېرې کورنۍ يې دې ته اړې کړې چې خپلې لوڼې زده کړو ته پرېږدي.

د هغې په وينا، چې تر اوسه پورې په نورستان کې نه ښځينه پوليسه موجوده ده، نه څارنواله، نه هم د ښځو زندان او نه هم د امن خونه شته ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.