ښرنه (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): په پکتيکا کې يو شمېر ښځې وايي چې په دغه ولايت کې ډېرو لږو ښځو تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې دي او د لوړو زده کړو زمينه هم ورته برابره نه ده.
دوى دغه څرګندونې د مرغومي په ١٤مه په مرکز ښرنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په غونډه کې وکړې.
د مرکز ښرنې اوسېدونکي زرمينې پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ډېرو لږو ښځو تر دوولسم تولګي پورې زده کړې کړې دي.
هغې زياته کړه: ((دا کومو کسانو چې تر دوولسم پورې زده کړې کړې، دوى ته بيا د لوړو زده کړو زمينه برابره نه ده او په کورو کې ناستې دي.))
د هغې په وينا، په دغه ولايت کې د کلتوري او سنتي ستونزو له امله ښځې نه شي کولاى زده کړې وکړي.
دغه راز يوې بلې ښځې فرشتې هم پژواک ته وويل چې د نورو ستونزو تر څنګ په پکتیکا کې د ښځو لپاره د لوړو او نورو زده کړو مناسبه زمينه تر اوسه نه ده برابره شوې.
هغې وويل: ((موږ په کليو کې ژوند کوو، دولت دې په کلي کې کليوالي ښوونځي جوړ کړي او ښځينه استادانې دې ورته پيدا کړي.))
يادو ښځو ټينګار وکړ چې اړوند ارګانونه بايد په دغه ولايت کې د ښځو لپاره د زده کړو مناسبه زمينه برابر کړي تر څو وکولاى شي د ځان پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه را ټيټه کړي.
د يادونې وړ ده چې په خبر کې د ښځو یاد نومونه مستعار دي.
دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا مرستيال والي عطالله فضلي وويل چې د ښځو د زده کړو، روغتيا او په نورو برخو کې دوى وخت پر وخت پروګرامونه جوړ کړي دي.
فضلي وايي چې دوى د يادو ستونزو د حل لپاره پلانونه لري او په خپل وخت سره به پلي شي.
د پکتيکا د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې نږدې ١٥٠ زره کسان زده کړې کوي چې شاوخوا دېرش زره يې نجونې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن