کندهار (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو له خوا ۱۰ تنه کارګر تښتول شوي دي.
دغو کسانو د يادې شوې ولسوالۍ د لوړ مېل په کلي کې د يوه ښوونځي د احاطې دېوال جوړاوه.
د تخته پل ولسوالۍ يوې باوري سرچينې د مرغومي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، لس تنه کارګر چې د يوه ساختماني شرکت کارکوونکي دي، تېره شپه د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي دي.
سرچينه زياتوي، دغو کسانو د دې ولسوالۍ د لوړ مېل په ساحه کې د عبدالله نيکه په نوم د يوه منځني ښوونځي د احاطې دېوال جوړاوه چې په دې وروستيو کې منظور شوی و.
د يادې شوې سرچينې په خبره، ګومان کېږي چې دغه کارګر به د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د پېښې په اړه ناخبري وښودله.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ارګانونو د موضوع اړوند پلټنې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو هم تر دې مهاله د يادې شوې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
تخته پُل ولسوالي د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره له کندهار ښار څخه ٤٥ کيلو متره لرې پرته ده چې تر ډېره امن لرونکې ولسوالي ګڼل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن