ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځو مياشتو کې څه باندې لس زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنځو مياشتو کې څه باندې لس زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Jan 2017 - 18:19
پنځو مياشتو کې څه باندې لس زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Jan 2017 - 18:19

کابل (پژواک، ١٥ مرغومی ٩٥): په افغانستان کې په تېرو پنځو مياشتو کې په منځنۍ کچه هره ورځ نږدې ٧٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې مرګ ژوبلې څه باندې درېيمه برخه په اکټوبر کې ده؛ خو له هغې وروسته “د جګړې موسم” په تېرېدو سره د مرګ ژوبلې کچه راټيټه شوې ده.

د پژواک خبري اژانس ورځني خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو پر بنسټ جوړ شوي، ښيي چې د ٢٠١٦ ميلادي کال په وروستيو پنځو مياشتو کې ټول ٧٧٧ بېلابېل بريدونه شوي چې له امله يې ٥٨٨٧ تنه وژل شوي او ٤٤١٠ نور ټپيان دي.

د دې مرګ ژوبلې تر ټولو ډېره په مخامخ نښتو او هوايي بريدونو کې اوښتې ده.

راپورونه ښيي چې له هرو ١٧ تنو يوه ته په ځانمرګو او يوه ته هم په هدفي بريدونو کې او له هرو ١٢ تنو يوه ته د سړک غاړې د ماين او په نورو چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال محمد رادمنش وايي، په مخامخ نښتو او هوايي بريدونو کې ځکه د مرګ ژوبلې کچه لوړه ده چې دولتي ځواکونه پياوړي دي او په مخامخ نښتو او هوايي بريدونو کې يې وسله والو مخالفينو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.

 هغه د مرګ ژوبلې شمېر ونه ښود خو زياته يې کړه: “د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه بايد په جوته توګه ووايم چې اکثره زموږ د پرسونل تلفات يواځې او يواځې د ماينونو په چاودنو کې دي.”

خو د پوځي چارو شنونکى او متقاعد جنرال زلمی وردګ وايي، په مخامخ نښتو کې ځکه مرګ ژوبله ډېره وي چې د دواړو لورو ډېر کسان په جګړه کې برخه اخلي او په دې ډول نښتو کې د ښکېلو غاړو تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړوي.

 وردګ هم د مرګ ژوبلې په اړه شمېرې په واک کې نه لري او زياتوي: “دا سمه ده چې تر يوې اندازې هوايي ځواک پياوړی شوی، خو بالمقابل ځينې کسان يې بې تجربې دي او يا هم غلط راپورونه ورکول کېږي، نو کله، کله په داسې ځايونو بريدونه ترسره کيږي چې ډېری يې مسکوني سيمې وي او په عوض د دې چې هدف په نښه کړي غير هدف ولي او مرګ ژوبله په کې رامنځته کېږي.”

په ولايتونو کې د نا امنۍ کچه

راپورونه ښيي چې د يادو ٧٧٧ بريدونو نيمايي په ننګرهار، هلمند، کندهار، فارياب، کابل او فراه ولايتونو کې او پاتې په ٢٥ نورو ولايتونو کې ترسره شوي دي. پژواک په دې موده کې له پنجشېر، باميانو او دايکنډي ولايتونو څخه د بريد راپور نه دی ترلاسه کړی.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال د يادو هغو ولايتونو په اړه چې بريدونه په کې ډېر دي وايي: “دغه ولايتونه له ستراتيژيکي پلوه ډېر اهميت لري، مثلاً په هلمند کې د وسلو، انسان او نشه يي توکو قاچاق روان دی او دښمنان غواړي هلته د خپل واک په ډېرولو سره له دغو منابعو ګټه واخلي؛ د بېلګې په توګه په ننګرهار کې د نشه يي توکو کښت دى، دښمن غواړي پر يادو سيمو د قبضې له لارې خپل مالي امکانات لوړ کړي.”

جنرال وردګ وايي چې ياده هره سيمه ځانګړی ستراتيژيک اهميت لري. هغه د بېلګې په توګه وويل، په ننګرهار کې د ځينو نورو لاملونو تر څنګ ځکه بريدونه ډېر وو چې د داعش ډلې غوښتل هلته پياوړي مرکزونه ولري.

د ده په اند په ننګرهار او هلمند کې د نشه يي توکو ډېر کښت او قاچاق هم هلته د جګړو او ناامنيو په ډېروالي کې رول لري.

 له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت او د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرايمو سره د مبارزې ادارې (UNODC) سروې ښيي چې په ټول هېواد کې د کرل شوو ترياکو تر نيمايي ډېر په هلمند کې کرل کېږي او ننګرهار هم په هغو پنځو ولايتو کې دى چې تر نورو په کې کوکنار ډېر کرل شوي دي.

وردګ وايي، په باميان، دايکنډي او پنجشېر ولایتونو کې ځکه بريدونه نه وو چې د پنجشېر خلک يووالى لري او د دايکنډي او باميانو اوسېدونکي هم متفق او د يو قوم (هزاره) اړوند دي او نه غواړي ځان ته ستونزې پيدا کړي.

مرګ ژوبله

د تېرو پنځو مياشتو په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځانګړې شمېرې نه خپروي؛ ځکه چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

د تېرو پنځو مياشتو د يادو وژل شوو او ټپيانو له هر لسو تنو درېيو ته په ننګرهار، هلمند او کندوز کې مرګ ژوبله اوښتې ده، په سمنګانو کې يو تن وژل شوى او يو ټپي دى او په ميدان وردګو او نيمروز ولايتونو کې هم تر نورو ولايتونو د مرګ ژوبلې کچه ټيټه ده.

پژواک د تېر کال په لومړيو ٧ مياشتو او يا هم په وړم (٢٠١٥) کال کې په افغانستان کې د ټولو (امنيتي ځواکونو، وسله والو مخالفينو او ملکي وګړو) د مرګ ژوبلې په اړه شمېرې نه دې ترلاسه کړې، څو یې د تېرو پنځو مياشتو د مرګ ژوبلې له کچې سره پرتله کړي، خو راپورونه ښيي چې په تېرو پنځو مياشتو کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په اکټوبر مياشت کې اوښتې او تر هغه وروسته د بريدونو او مرګ ژوبلې کچه راټیټه شوې ده.

په تېرو پنځو مياشتو کې د هېواد په کچه تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د اکټوبر په اتمه او د سپټمبر په شپږمه او اتمه اوښتې ده. په دغو درېيو ورځو کې نږدې زر کسان وژل شوي او ټپيان دي.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال، په تېرو پنځو مياشتو کې د مرګ ژوبلې کره شمېر وړاندې نه کړ، خو ويې ويل: “موږ هره ورځ خپلې مطبوعاتي اعلاميې رسنيو ته استولي دي او تاسو کولای شئ له خپرو شويو اعلاميو کره شمېره ترلاسه کړئ.”

هغه په دې اړه چې په تېرو پنځو مياشتو کې ولې کله بريدونه او مرګ ژوبلې ډېره او کله هم کمه شوې ده، وويل چې د جګړه یيزو تاکتيکونو له مخې کله جګړې زور اخلي او کله هم کمېږي.

 دى وايي، د جګړې د موسم په وروستۍ (اکټوبر) مياشت کې ځکه بريدونه او مرګ ژوبله ډېره وه چې وسله والو مخالفينو خپل وروستۍ زور وازمويه او بريدونه يې ډېر کړل.

د هغه په وينا، له هغه وروسته له معمول سره سم بريدونه کم شوي؛ ځکه کله چې هوا سړه او د ونو پاڼې تويې شي، بيا د دولت وسله وال مخالفين ځانونه نه شي پټولای او بريدونه کموي.

رادمنش وايي، طالبانو پلان درلود چې سږ کال په افغانستان کې ۶۰ ولسوالۍ او ۸ ولايتونه ونيسي، خو بريالي نه شول.

د ده په وينا، د امنيتي ځواکونو شمېر او امکاناتو، په تېرو پنځو مياشتو کې د بريدونو او مرګ ژوبلې په کموالي او ډېروالي اثر نه دى کړى، ځکه چې د ځواکونو په شمېر کې بدلون نه دى راغلى او د دې ځواکونو امکانات هم ډېر شوي دي. دى وايي چې له تېر کال راهيسې په افغانستان کې ۱۳۰۰۰ د ناټو او امريکايي ځواکونه ميشت دي او په دغه شمېر کې هم بدلون نه دى راغلى.

وردک هم د جګړې تاکتيکونه د جګړې په ډېروالي او کموالي کې دخيل بولي.

هغه وايي: “دلته ډېر فکتورونه شته، مثلا کله جبهه يي جګړې وي، نو معلومه خبره ده چې جبهه يي جګړه ډېر وخت نيسي او ډېر تلفات لري، خو بله مياشت چريکي او ګوريلايي جګړې وي چې د لنډ وخت لپاره وي او تلفات يې هم لږ وي.”

همداراز دی زياتوي، دا چې تر اکټوبر را وروسته جګړه کمه شوې ستر لامل يې دا دی چې په افغانستان کې اوسنى موسم د جګړې لپاره مناسب موسم نه دی، د ونو پاڼې تويې شوي وي او مخالفين ځانونه نه شي پټولای، نو معمول ده چې جګړه کمېږي.”

جګړه بنده کړئ!

دا د هغو افغانانو غږ دى چې د کورنۍ غړي يې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي.

د فراه د مرکز اوسېدونکى او د دې ولايت د شهيد محمدنادر ايوبي لېسې د نهم ټولګي زده کوونکى ١٦ کلن احمد ميلاد چې شاوخوا دوې مياشتې مخکې ېې پلار په يوه هدفي بريد کې وژل شوى، پر ښکېلو غاړو غږ کوي او وايي: “د خداى لپاره نور جګړه بنده کړئ، وژنې بندې کړئ، پرېږدئ د افغانستان ماشومان او ځوانان هم د نورو ملکونو د ماشومانو او ځوانانو په څېر له خپلو کورنيو سره ارام ژوند وکړي.”

 هغه وايي، له جګړې کرکه لري؛ ځکه چې د جګړو او دښمنيو له امله نه يواځې د ده پلار وژل شوى، بلکې ډېر افغان ماشومان يتيمان شوي او کورنۍ يې بر سرپرسته شوي دي.

احمد ميلاد وايي: “پلار مې پوليس و او له هغې ورځې چې وژل شوى، زموږ ژوند تياره شوى دى، درې واړه وروڼه او يوه کوچنۍ خور مې هره ورځ له ما پوښتې چې پلار مو چېرته دى.”

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي عبيدالله بارکزي چې د حفيظ الله پاڅون په نوم زلمى زوى يې د روانې مرغومې مياشتې په لومړۍ ورځ کابل کې د وسله والو مخالفينو په يو بريد کې ووژل شو، وايي:”ما ته مې د زوی مرګ تر نورو ډېر مهم نه دی، خو د پلار په توګه يې ډېر وکړولم؛ په افغانستان کې هره ورځ د ملي ځواکونو، مخالفينو او عام ولس لسګونه کسان وژل کېږي، د ټولو درد ماته زما د زوی په شان دی.”

بارکزى وايي، اوس چې افغانستان کې په جګړو کې څوک وژل کېږي تقريبا ټول افغانان دي او له هرې ممکنې لارې بايد هڅې وشي چې د دې وژنو مخه ونيول شي.

د پژواک د يو راپور له مخې ناټو ويلي چې د ٢٠١٦ کال پر مهال يې په افغانستان کې يوازې ١٥ بهرني ملکيان او سرتېري وژل شوي چې ډېرى يې امريکايان دي.

بارکزى، د ملي يوالي حکومت له مشرانو غواړي چې خپل منځي اختلافات څنډې ته کړي او داسې تګلارې جوړې کړي چې له مخې يې افغانستان وژغورل او د افغانانو وژنه بنده شي.

دى پر حکومت او طالبانو غږ کوي چې په صداقت سره د سولې لاره خپله کړي او خپل بچي د نورو د خوښۍ لپاره قرباني نه کړي.

هغه د امريکا په ګډون له نړيوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان د پرمختګ او په دغه هېواد کې د جګړو د پاى ته رسېدو په اړه خپلې ژمنې پلې کړي او نور د افغانستان په معضله کې له دوه مخي سياسته ډډه وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.