ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان د دواب ولسوالۍ کلابندي له ٤٠ ورځو وروسته پای ته ورسېده

د نورستان د دواب ولسوالۍ کلابندي له ٤٠ ورځو وروسته پای ته ورسېده

author avatar
4 Jan 2017 - 15:56
د نورستان د دواب ولسوالۍ کلابندي له ٤٠ ورځو وروسته پای ته ورسېده
author avatar
4 Jan 2017 - 15:56

جلال اباد (پژواک، ۱۵ مرغومى ٩٥): د نورستان ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت د دواب ولسوالۍ څلوېښت ورځنۍ کلابندي د امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې پای ته ورسېده.

دغه ولسوالي له تېرو شاوخوا څلوېښت ورځو او وروسته له هغه چې په ولسوالۍ وسله والو طالبانو ډله ييز بريد وکړ او امنيتي ځواکونو پر شا وتمبول له محاصرې سره مخ شوه.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د مرغومي په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل چې دې ولسوالۍ ته يې د امنيه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع په مشرۍ ګډ امنيتي او دفاعي ځواکونه د عملياتو لپاره دوه ورځې وړاندې استولي وو.

هغه زیاته کړه چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې دغه ولسوالۍ د مخالفينو له محاصرې خلاصه شوې او اوس ورته هم دولتي او هم عام خلک تګ راتګ کولی شي.

د نورستان د ولايتي شورا غړي زينت الله تنها هم له پژواک سره په خبرو کې تاييد کړه چې دغه ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې د وسله والو کلابندۍ خلاصه شوې ده.

دی وايي چې اوسمهال په لاره باندې د خوراکي توکو موټرو حرکت پيل کړی دی.

خو هغه له ولايتي ادارې غواړي چې د دې ولسوالۍ ځپل شوو کورنيو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي.

د دواب ولسوالۍ اوسېدونکي صحبت الله هم وايي چې لار پرانيستل شوې او دوی کولی شي چې تر مرکزه ولاړ شي او خوراکي توکي راوړي.

هغه پژواک ته وويل: ((همدا نن سهار هم يو موټر کې اوړه، غوړي او نور خوراکي توکي د ولسوالۍ بازار ته راغلي، نرخونه يو څه لوړ دي؛ خو مشکل حل شوی دی.))

تر دې وړاندې دغې ولسوالۍ ته نه هم دولتي او نه هم عامو خلکو سم تګ راتګ کولی شوای او ورته د خوراکي توکو د لېږد اجازه هم نه ورکول کېده، چې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شوي وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.