ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د دوو  وکيلانو  د ساتونکو  ترمنځ  د نښتې د څېړنې غوښتنه وکړه

ولسي جرګې د دوو وکيلانو د ساتونکو ترمنځ د نښتې د څېړنې غوښتنه وکړه

author avatar
4 Jan 2017 - 17:11
ولسي جرګې د دوو  وکيلانو  د ساتونکو  ترمنځ  د نښتې د څېړنې غوښتنه وکړه
author avatar
4 Jan 2017 - 17:11

کابل (پژواک ١٥ مرغومى ٩٥): ولسي جرګې د يادې جرګې د وکيلانو د خونديتوب او شکايتونو اورېدو کمېسيون ته دنده وسپارله، څو د دغې  جرګې د دوه وکيلانو د ساتونکو ترمنځ د وسله والې نښتې قضيه وڅېړي.

 دغه پېښه پرون ماښام د کارته سه په سيمه کې رامنځته شوه، چې له امله يې درې کسان ټپيان شوي دي.

 په ولسي جرګه کې د هرات ستازې رحيمې جامي نن د يادې جرګې په ناسته کې وويل، چې د يادې جرګې د يوه بل غړي اکبر ستانکزي ٢٥ وسله والو کسانو د کابل ښار په کارته سه سيمه کې د هغې پر کور بريد کړى، چې له هغه وروسته د دواړو لورو ترمنځ شا وخوا يو ساعت نښته شوې ده.

 جامي نن د يادې جرګې په ناسته کې په ژړا سره وويل: "کله چې زه د يوې وکيلې په توګه خوندي ونه اوسم، عام خلک خو هيڅ  خوندي نه دي، که چېرې مجرمه يم او يا بله ستونزه لرم، قضايي او عدلي ارګانونه شته، بايد اکبر ستانکزي ورته مراجعه کړې واى، که چېرې زه نه حاضرېدى نو بيا به يې زما پر کور بريد کړى واى."

 نوموړې د دغې قضيې د څېړلو غوښتنه وکړه او ويې ويل: " د اکبر ستانکزي د ساتونکو د ډزو له امله زما او د اميرخان يار درې ساتونکي ټپيان شوي، اړونده حوزې د ستانکزي شپږ ساتونکي نيولي او پاتې نور يې له سيمې تښتېدلي." جامي وويل  چې د اميرخان يار کور د  هغې له کور سره په ګاونډ کې پروت دى.

 هغې ادعا وکړه، ستانکزي غوښتل چې دا ترور او يا هم وتښتوي، خو هڅه يې ناکامه شوه.

 خو ستانکزي د جامي پر کور بريد وغانده او زياته يې کړه: "د رحيمې جامي زوى، زما د ماما ٢٠ زره امريکايي ډالره پوروړى دى، چې دواړه له دوو کلونو راهيسې يو ودانيز شرکت لري، ما په خپله دا قضيه څو ځلې له جامي سره مطرح کړې، خو کله چې د جامي ساتونکو زما ماما وواهه او ډزې يې پرې وکړې نو دغه مهال نښته رامنځته شوه."

 هغه زياته کړه، چې د جامي زوى تر دې چې هغه پوليس چې په هغه پسې يې جلب راوړى و، ښکنځلي او سپکې سپورې يې ورته ويلې دي.

 په ولسي جرګه کې د کابل استازې جنرال نظيفه ذکي وويل: "يو وکيل څه حق لري چې د يوې وکيلې کور ته ځي او بريد پرې کوي."

نوموړې د دغې موضوع د څېړلو غوښتنه وکړه.

 د کابل بل استازي سيد علي کاظمي وويل: "د جرګې د يوه غړي له لوري پر بل غړي د بريد کولو قضيې خلک اندېښمن کړي، کله چې يو قانون جوړونکى له قانون سرغړونه وکړي، نو له نورو به څه ګيله وکړو، د جامي قضيه بايد په جدي توګه وڅېړل شي."

 د ولسي جرګې دويم نايب نعمت الله غفاري چې د يادې جرګې د نن ورځې ناستې مشري يې پر غاړه درلوده، له دواړو غړو وغوښتل، څو خپل حقوقي موضوعات په تالار کې مطرح نه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.