ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوباما: هېڅکله نه پرېږدو چې افغانستان بيا د ترهګرو ځاله شي

اوباما: هېڅکله نه پرېږدو چې افغانستان بيا د ترهګرو ځاله شي

author avatar
5 Jan 2017 - 11:34
اوباما: هېڅکله نه پرېږدو چې افغانستان بيا د ترهګرو ځاله شي
author avatar
5 Jan 2017 - 11:34

واشنګټن (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٥): د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، دوى به هېڅکله پرې نه ږدي چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو پر خوندي ځالې بدل شي.

اوباما دغه څرګندونې د امريکا وسله والو ځواکونو ته په خپلې وروستۍ وينا کې کړې دي.

ټاکل شوې ده چې د ٢٠١٧ زېږديز کال د جنورۍ په ٢١مه د امريکا نوى منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم ترسره او خپله دنده پيل کړي.

هغه زياته کړې، امريکا د همدې لپاره په افغانستان کې يوه اندازه سرتېري پرېيښي دي، څو دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر ځاله بدله نه شي.

د اوباما په وينا، ځواکونه يې اوس په افغانستان کې د افغان ځوکونو د روزنې او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې يو محدود ماموريت پر مخ وړي.

د امريکا ولسمشر ويلي: ((زموږ ځواکونه د افغانستان د ملي ځواکونو پر روزنې بوخت دي، څو هغوى وکولى شي له خپل ولس او هېواد څخه دفاع وکړي او د همدې لپاره ګڼ شمېر امريکايي سرتېري بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.))

نوموړي له هغو ټولو امريکايي سرتېرو مننه وکړه چې د افغانستان په ماموريت کې يې دندې ترسره کړې دي.

د امريکا تلونکي ولسمشر زياته کړې چې د ټولو سرتېرو او په ځانګړې توګه د ځانګړي امريکايي ځواکونو له امله د اسامه بن لادن په ګډون د القاعدې مهم مشران چې د سپټمبر په ١١مه پر امريکا بريدونو کې ښکېل وو، له منځه وړل شوي دي.

د هغه په وينا، له سوېلي اسيا څخه نيولې تر افريقا پورې امريکايي ځواکونو هغه ترهګريزې ډلې له منځه وړې چې امريکا ته يې ګواښ رامنځته کړى و.

ده زياته کړه چې امريکا د يوه نړيوال ايتلاف په مشرۍ د داعش پر ضد هم جګړه روانه کړې ده او دغې ډلې اوس له نيمې څخه زياته ساحه او مشران له لاسه ورکړي دي.

اوباما ويلي چې يو وخت په عراق او افغانستان کې ١٨٠زره امريکايي سرتېري مېشت وو، خو اوس په دواړو هېوادونو کې يواځې ١٥٠٠٠ سرتېري پاتې او نور يې هېواد ته ستانه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.