مزارشريف (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۵): د بلخ يو شمېر مدني فعالان وايي، په دغه ولايت کې وکيلان له خلکو سره عامې اړيکې نه ساتي، بلکې د ګوندونو او تنظيمونو پر بنسټ اړيکې ټينګوي.
دوی دغه څرګندونې د مرغومي په ۱۶مه، د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ملي شورا د کارونو ارزونې په تړاو جوړې شوې غونډې ته له پژواک سره په خبرو کې وکړې.
په دې غونډه کې لسګونو مدني فعالينو او علمي شخصيتونو په ملي شورا کې د شته ستونزو په تړاو بحثونه وکړل او په خپله وکيلان يې له قانون څخه په سرغړونې تورن کړل.
په بلخ کې د افغانستان د پراختيا موسسې مسوول اميرمحمد احساس پژواک ته وويل، قانون ورځ تر بلې د قانون جوړوونکو کسانو له خوا تر پښو لاندې کېږي.
نوموړي په ولسي جرګې کې د ځينو وکيلانو پر غيرحاضرۍ اندېښنه وښوده او ويې ويل، د دوی د غيرحاضرۍ له امله د دې ولايتونو اوسېدونکي د هېواد په کچه له ستراتيژيکو او پراختيايي پروژو څخه محرومېږي.
نوموړي زياته کړه، ځينې وکيلان په مياشت مياشت رخصتيو کې له خپلو موکلينو سره نه ګوري او په خپلو سوداګريزو او شخصي چارو بوخت دي.
احساس وويل، د وکيلانو او عامو خلکو ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې او دمګړۍ په بلخ کې هر وکيل د ګوندي او تنظيمي اړيکو پربنسټ له خلکو سره اړيکې ساتي.
مدني فعال محمد رحيم بيا وايي، د بلخ وکيلان هم په هېواد کې د نالايقو او په فساد ښکېلو وکيلانو څخه مستثنا نه دي.
ده زياته کړه، د بلخ ځينې وکيلان لا خپل مسووليتونه نه پېژني او تر دې دمه يې خپلو خلکو ته د خدمت کولو هڅې هم نه دي کړي.
د هغه په وينا، په بلخ کې داسې وکيلان هم شته، چې تر وکيل کېدو وروسته په کلونو کلونو دغه ولايت ته نه دي راغلي.
ملي شورا له ولسي او مشرانو جرګو څخه جوړه ده، چې د افغان دولت مقننه ارګان ګڼل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن