ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په باميانوکې سل کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

په باميانوکې سل کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

author avatar
5 Jan 2017 - 16:16
په باميانوکې سل کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې
author avatar
5 Jan 2017 - 16:16

 باميان(پژواک،١٦مرغومى ٩):د باميانوولايت شيبر ولسوالۍکې داوبوشبکې په پرانېستلوسره څه ناڅه سل کورنۍ چې مخکې يې له تروو اوبوڅخه ګټه اخيستله،پاکو اوخوږو اوبو ته يې لاسرسي پيدا کړ .

د پايموري کلى چې دباميانوولايت شيبرولسوالۍ اړوند دى، ١٣٠ کورنۍ هلته ژوندکوي، پخوا يې له تروو اوبوڅخه استفاده کوله چې د يونيسف اوکلوپراختيا وزارت له لوري ددې سيمې اوسيدونکې د خوږو اوبو له نعمت څخه برخمن شول.

 د شيبر ولسوال محمدعظيم، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کلى د حاجي ګک کوتل  د درۀ کالوپه اوږدو کې پروت دى چې مخکې يې د سيند له اوبوڅخه ګټه اخيستله، د سيند اوبه دشيبرولسوالۍ له موري سيمې څخه له تروو اوبو سره يوځاى کېږي، نو د سيمې خلک اړ وو چې له همدې اوبوڅخه ګټه واخلي.

نوموړي زياته کړه،په دې پروژه چې څه باندې څلورميليونه افغانۍ لګښت راغلى او ١٤کيلومتره نلونه ترې غځېدلي دي، د څه باندې سل کورنيو ستونزې پرې حل شوې دي او خوږو اوبو ته يې لاسرسى موندلى دى.

 د پايموري کلي اوسېدونکي خالقداد وويل چې د تروو اوبوڅښلوله امله خلک په بېلابېلو ناروغيو اخته شول؛ اړ وو څو له تروو اوبوڅخه استفاده وکړو او له تروو اوبوڅخه ګټه اخيستل ډېروکسانو کې د جاغور ناروغۍ لامل شوي دي.

هغه زياته کړه :" ددې پروژې په پلې کېدو سره خلکو خوږو اوبو ته لاسرسى پيدا کړ او هيله ده چې له خوږو اوبوڅخه ګټه اخيستل به خلک له ډول ډول ناروغيوڅخه وژغوري، د پايموري خلکو يو کال کې نلونو غځولولپاره ١٤کيلومتره ځاى کېندلوکې برخه واخيسته څو يې خوږې اوبه ترلاسه کړې."

 د باميانو والي محمدطاهرزُهيرله خلکوڅخه غوښتنه وکړه څو ددې حياتي پروژې ساتنې ته پام وکړي اوکلي کې د نلونو له لګول شوي سيستم څخه په سمه توګه ساتنه وکړي.

نوموړي، ددې پروژې پلي کېدل د باميان خلکو مهمه اړتيا وګڼله او ويې ويل چې د پايموري سيمې خلکو پر روغتيايي وضعيت به مثبت  اغېز  وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.