ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې لسګونو  ښځو وسلې اخيستې

په جوزجان کې لسګونو ښځو وسلې اخيستې

author avatar
7 Jan 2017 - 14:14
په جوزجان کې لسګونو  ښځو وسلې اخيستې
author avatar
7 Jan 2017 - 14:14

شبرغان (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٥): په جوزجان ولايت کې تر سلو ډېرو ښځو د داعش وسله والې ډلې پر ضد وسلې اخيستې او وايي چې موخه يې يوازې د داعش له منځه وړل دي او حکومت بايد له دوی ملاتړ وکړي.

د جوزجان ولايت د قوش تپې ولسوالۍ له جګړو دغه زيانمنې شوې ښځې په هغو کورنيو پورې اړه لري چې ويل کېږي لس ورځې وړاندې يې کورونه د درزاب ولسوالۍ په ګرم جر کلي کې د داعش ډلې له لوري وسوځول شول او وروسته  د قوش تپې ولسوالۍ د نواباد جرقدوق کلي ته وشړل شوې.

د هغو له ډلې د ملايکې په نوم يوې ښځې وويل: ((اوس داسې څه نه دي راپاتې چې زړه پرې وتړو يا يې په هيله ژوند وکړو، طالبانو او داعش مې د کورنۍ غړي ووژل، کور مې يې وسوځاوو، اوس اړه يم چې د خپل ځان د ساتنې لپاره د هغوى پر وړاندې ودرېږم او له ځانه دفاع وکړم.))

نوموړې چې په يوه مورچل کې وه، د خپل ټوپک په وسيله يې يوې غونډې ته په اشارې وويل، درې وروڼه او دوه ورېرونه مې د داعشيانو له لوري و وژل شول، له خپل کور کلي نه د قوش تپې د نواباد جرقدوق کلي ته ګډوال شوي، اوس مو يوازېنۍ موخه د داعش له منځه وړل دي.

د بادام په نوم يوه بله ښځه چې اوس يې وسله اخيستې، وويل: ((لومړى مې خاوند د داعشيانو له لوري ووژل شو، وروسته يې زما يو ماما هم وواژه، وروسته يې زما يو د خاله زوى هم له منځه يووړ، د داعش له ظلم نه تر پزې ورسېدو، اړ شوو چې پر وړاندې يې وسلې واخلو او جګړه وکړو، اوس له دولت غواړو چې له موږ ملاتړ وکړي.))

يادې ښځې زياته کړه: ((موږ داسې کسان يو چې د کورنۍ نارينه مو د داعش ډلې په واسطه قرباني شول، موږ ټول په بې وزلو او اړو کورونو پورې اړوند يو، مرستې ته اړتيا لرو، داعش راباندې رحم ونه کړ، که چېرته مو ونيسي، سر مو له تنې جدا کوي، اړ يو چې پر وړاندې يې ودرېږي.))

د مرواريد شاه په نوم يوې بلې ښځې پژواک ته وويل چې داعشيانو په تاوتريخوالي سره  د دوى پر کلي او کورونو بريدونه وکړل، ټول ځايونه يې وسوځول، بې ګناه ماشومان يې ووژل او پاتې يې وشړل.

نوموړي زياته کړه: ((يو زوى مې يې وواژه، پرته له دې چې کوم جرم يې کړى وي، کله چې داعشيان زموږ کلي ته را ننوتل، ښځو ته يې سپکې سپورې ويلې، ځينې يې شکنجه کولې، يو شمېر کسان يې وژل، په وروستي ځل چې کله کلي ته راغلل، نو درې ماشومان يې ووژل او زموږ کور  يې وسوځولو.))

هغې زياته کړه: ((اوس يوازې يوه لار لرو، هغه د داعش په مقابل کې جګړه ده.))

دا کورنۍ همدا اوس د شبرغان ښار په پنځوس کيلومترۍ کې د قوش تپې ولسوالۍ په نواباد جرقدوق کلي کې په سمڅو، غوندې او شډلو کورونو کې ژوند کوي.

د جوزجان امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل، کومو ښځو چې په نواباد جرقدوق کلي کې وسلې اخيستې، هغه کورنۍ دي چې کورونه يې شاوخوا لس ورځې وړاندې د درزاب ولسوالۍ په ګرم جر کلي کې د داعش ډلې له لوري وسوځول شول.

هغه زياته کړه، کوم کسان چې په ګرم جر کلي کې د داعش له لور ووژل شول، بېګناه وو، له دولت او سيمه ييزو پوليسو سره يې تړاو نه درلود، د داعشيانو ظلم او دهشت دغه ښځې اړې کړې چې د داعشي ترهګرو پر وړاندې وسلې واخلي او له ځانه دفاع وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.