ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې بېځايه شوو کورنيو ته مرستې په عادلانه ډول نه دي  وېشل شوې

بدخشان کې بېځايه شوو کورنيو ته مرستې په عادلانه ډول نه دي وېشل شوې

author avatar
8 Jan 2017 - 17:11
بدخشان کې بېځايه شوو کورنيو ته مرستې په عادلانه ډول نه دي  وېشل شوې
author avatar
8 Jan 2017 - 17:11

فيض اباد (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٥): د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې له بېځايه شوو کورنيو سره د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ (UNHCR)؛  مرستې غيرعادلانه وېشل شوې دي.

د بدخشان ولايت سرپرست او مرستيال ګل محمد بيدار چې د يمګان، جرم او وردوج ولسواليو اوسېدونکو په منځ کې يې خبرې کولې، زياته کړه، چې د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ مرستې، د ولايت مقام او ولايتي شورا له همغږۍ پرته وېشل شوې دي.

هغه وويل: "موږ په بدخشان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر له مرستو رسولو خوښ نه يو او موږ به له څېړنې وروسته د دې کار عاملين د قانون منګولو ته وسپارو، که هغه دولتي کسان وي او يا هم د کډوالو استازي چې په دې کار کې يې بې پروايي کړې وي."

نوموړي ټينګار وکړ، که چېرې د UNCHR دفتر هم په دغه فساد کې ښکېل وي، موضوع به له څېړلو وروسته له لويې څارنوالۍ سره شريکه کړي.

د ولايتي شورا مشر عبدالله ناجي نظري هم وويل ، چې د بدخشان خلکو د بيا-بيا غوښتنې له امله د UNCHR دفتر د بهارک ولسوالۍ شا وخوا ١٦٠٢ بېځايه شوو کورنيو ته ٢٠٠ امريکايي ډالره نغدي مرسته منظور کړه.

هغه زياته کړه، چې دغه اندازې پيسې د دغه دفتر له لوري د يو شمېر هغو کسانو په همکارۍ چې د دې ولايت نه و، ووېشل شوې.

نظري زياته کړه، چې د ياد بنسټ له لوري د مرستې پر وېش نه د ولايت له مقام سره همغږي شوې او نه هم له ولايتي شورا سره مشوره.

ناجي زياته کړه: "د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ، د هغه نوملړ پر بنسټ چې درې مياشتې وړاندې يې د کډوالو د راستنېدونکو او له ملګرو ملتونو سره د همغږۍ له برخې ترلاسه کړى و، په غيرعادلانه ډول يې ٨٠٠ کورنيو سره نغدي مرستې کړې او پاتې نورې يې پيسې ځانونو ته وهلې او تښتېدلي دي."

د بدخشان ياد سيمه ييز لوړپوړي چارواکي په داسې حال کې چې ياده قضيه کې يې فساد ته اشاره وکړه، زياته کړه: "موږ دغه قضيه په جديت سره څېړو. ما څو ځلې په دې اړه د (يو ان اچ سي ار) له مرکزي دفتر څخه څو ځلې په دې تړاو د سپيناوي غوښتنه کړې او ورته ويلي مې دي، چې پاتې پيسې د کډوالو حق دى او بايد ورته ووېشل شي، خو دوى نا امني بهانه کړه او بدخشان ته يې له راتلو ډډه وکړه، په داسې حال کې چې فيض اباد د افغانستان له با امنو ښارونو څخه دى."

د جرم ولسوالۍ د خستک بالا سيمې اوسېدونکي خيرمحمد وويل، سلګونه بېځايه شوې کورنۍ چې په بهارک کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې ژوند کوي او په ژمي کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، له دغو نغدي مرستو نه دي برخمن شوي، اصلاً پيسې وېشل شوې خو، مستحقو کسانو ته نه دي ورکړل شوې، چې دغه پيسې د اړيکو پر بنسټ وېشل شوې دي.

د جرم ولسوالۍ ياد اوسېدونکي د دغې موضوع د څېړلو غوښتنه وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.