ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په لرو پرتو سیمو کې به لسګونه قابلې پر دندو وګومارل شي

د ننګرهار په لرو پرتو سیمو کې به لسګونه قابلې پر دندو وګومارل شي

author avatar
8 Jan 2017 - 14:45
د ننګرهار په لرو پرتو سیمو کې به لسګونه قابلې پر دندو وګومارل شي
author avatar
8 Jan 2017 - 14:45

جلال اباد (پژواک، ۱۹ مرغومى ٩٥): د ننګرهار د روغتيايي علومو له انسټيټوټ څخه ۴۸ نجونې د قابلګۍ او نرسنګ په برخو کې تر دوو کلنو زده کړو وروسته فارغې او يو شمېر يې په لرو پرتو ولسواليو کې پر دندو وګومارل شوې.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال د يادو نجونو د فراغت په غونډه کې وويل چې دغه نجونې له دوولسم ټولګي فارغې شوې او د کانکور ازموينې له لارې دوه کاله وړاندې دغه انسټيټوټ ته بريالۍ شوې دي.

هغه زياته کړه چې د يادو نجونو له ډلې ۲۴ يې د نرسنګ او ۲۴ تنو يې د قابلګۍ په برخو کې زده کړې وکړې چې لرو پرتو ولسواليو ته په تګ سره به يې هلته د مور او ماشوم د مړينې کچه کمه شي.

دی وايي، تر دې وړاندې هم دغه انسټيټوټ ۶۳۶ نجونې په بېلابېلو برخو کې روزلې او اوس مهال هم ۱۴۴ نجونې په کې تر روزنې لاندې دي.

غونډې ته د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل چې د هرې فارغې شوې نرسې او قابلې په روزنه ۲۰ زره ډالر لګښت راغلی او غوښتنه يې وکړه چې د دولت دغه مصرف شوې بودجه دې دا نجونه پر خپل ځای مصرف کړي.

هغه پر کورنيو او فارغ شوو نجونو غږ وکړ: ((تاسو بايد د دغو زده کړو حق اداکړئ، هرې ښځې ته د زېږون پر مهال ځان ورسوئ، د هغوی خدمت وکړئ او کورنۍ دې هم بايد خپلو لوڼو ته د زده کړو په څېر اوس د وظيفې اجازه هم ورکړي.))

والي له فارغ شوو نجونو سره ژمنه وکړه چې په ټولو ولسواليو کې به ورته د دندې د زمينه سازۍ تر څنګ د امنيتي مشکلاتو په برخه کې هم ټولې ادارې همکاري کوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړې حميرا رفيع وويل چې د دغو نجونو فراغت به په لرو پرتو ولسواليو کې اړې مېرمنې ښار ته له راتګ وژغوري او همالته به ورته د روغتيا زمينه برابره کړي.

د حميرا رفيع د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ننګرهار په لرو پرتو ولسواليو کې ګڼې مېرمنې د زېږون پر مهال ډاکټر او قابلو ته لاسرسی نه لري او ښار ته د راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

د ننګرهار د ښځو چارو رييس انيسې عمراني بيا پر فارغ شوو نجونو غږ وکړ چې د خپلو زده کړو په کمال په لرو پرتو ولسواليو کې کورنۍ دې ته وهڅوي چې خپلې لوڼې زده کړو ته پرېږدي.

هغې له يادو فابلو او نرسانو وغوښتل چې د لرو پرتو سيمو ښځې بې تعليمه دي او بايد د کار پر مهال ورسره له حوصلې کار واخلي.

روبينه د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکې ده او په دغه انسټيټيوټ کې يې د نرسنګ په برخه کې زده کړې وکړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.