ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حيواني ناروغيوخپرېدا د درزاب ولسوالۍ مالداران اندېښمن کړي

د حيواني ناروغيوخپرېدا د درزاب ولسوالۍ مالداران اندېښمن کړي

author avatar
9 Jan 2017 - 16:45
د حيواني ناروغيوخپرېدا د درزاب ولسوالۍ مالداران اندېښمن کړي
author avatar
9 Jan 2017 - 16:45

شبرغان (پژواک،٢٠مرغومى ٩٥): دجوزجان درزاب ولسوالۍ کې د حيواني ناروغيوخپرېدوله امله د حيواناتو تلفاتو ترڅنګ يې، لسګونه خلک  له روغتيايي ستونزو سره مخ کړي او يو شمېرماشومان دميندوپه ګېډو کې مړه شوي دي.

د درزاب ولسوال رحمت الله حشر په وينا، د تبک،چيچک او وبا په نوم د څارويو ناروغۍ له تېرو شپږو مياشتو راهيسې ددې ولسوالۍ مرکز او شاوخوا سيمو کې خپرې شوې دي چې دې ولسوالۍ کې يې نږدې دوه سوه څاروي له منځه وړي دي.

 حشر زياته کړه چې له يادو ناروغيوڅخه دمخنيوي لپاره دې ولسوالۍ کې وقايوي امکانات شتون نه لري، نو ځکه مالداران له ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وينا، د يادو ناروغيوخپرېدا د خلکو روغتيا له ستونزو سره مخ کړې او هغه شمېرخلک چې له حيواني محصولاتوڅخه ګټه اخلي، هغوى هم په ناروغيواخته شوي دي.

نوموړي زياته کړه :" که څه هم په ناروغيو داخته کسانوکره شمېره په لاس کې نشته؛ خو ځينې مينداورې مېرمنې چې په يادو ناروغيواخته شوې دي، ماشومان يې په ګېډو کې تلف شوي دي.

 د درزاب ولسوال د کرنې وزارت اوعامې روغتيا له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چې د يادو ناروغيو زيات خپرېدومخنيوي په خاطراړين ګامونه واخلي څو نورو سيمو ته خپرې نه شي.

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي محمدکاظم وويل چې په تېروڅو ورځو کې يې ١٥ څاروي هلاک شوي دي.

نوموړى چې دوه سوه څاروي لري، زياته يې کړه :" تېره شپه مې ١٥څاروي تلف شول، زموږ په سيمه کې نورمالداران هم ژوندکوي اوڅرنګه چې خبريم هغوى هم له ستونزو سره مخ دي."

نوموړي، د کرنې وزارت له مسوولينوڅخه وغوښتل چې د اړينوامکاناتو په برابرولوسره دې د يادو ناروغيو مخه ونيسي.

 د دې ولسوالۍ يو بل څاروي لرونکي عبدالعزيز وويل :" د تبک او وبا ناروغۍ داسې دي چې کله څاروى پرې اخته شي، په ګېډه کې شته بچى يې تلف کېږي، دا مهال مې خپله رمه د ليلې دښتې ته راوستې ده څو ټول په وړيا ډول واکسين کړم او د دې ناروغۍ له شرڅخه وژغورل شم."

د کرنې رياست د حيواني روغتيا عمومي مديرمحمدکريم ابراهيم، په څاريوکې ددې ناروغۍ خپرېدو دتاييد ترڅنګ وويل چې نړيوال سره صليب کمېټې، د کرنې رياست وړانديز له مخې، د تبک او وبا ضد ١٦٠ زره دوزه واکسين مرسته کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې کرنۍ رياست کارکوونکي د قوش تپه ولسوالۍ ليلې دښته او د جوزجان ولايت درزاب ولسوالۍ کې، څارويو ته د واکسين پرتطبيق بوخت دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.