د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د حيواني ناروغيوخپرېدا د درزاب ولسوالۍ مالداران اندېښمن کړي

د حيواني ناروغيوخپرېدا د درزاب ولسوالۍ مالداران اندېښمن کړي

Jan 09, 2017 - 16:45

شبرغان (پژواک،٢٠مرغومى ٩٥): دجوزجان درزاب ولسوالۍ کې د حيواني ناروغيوخپرېدوله امله د حيواناتو تلفاتو ترڅنګ يې، لسګونه خلک  له روغتيايي ستونزو سره مخ کړي او يو شمېرماشومان دميندوپه ګېډو کې مړه شوي دي.

د درزاب ولسوال رحمت الله حشر په وينا، د تبک،چيچک او وبا په نوم د څارويو ناروغۍ له تېرو شپږو مياشتو راهيسې ددې ولسوالۍ مرکز او شاوخوا سيمو کې خپرې شوې دي چې دې ولسوالۍ کې يې نږدې دوه سوه څاروي له منځه وړي دي.

 حشر زياته کړه چې له يادو ناروغيوڅخه دمخنيوي لپاره دې ولسوالۍ کې وقايوي امکانات شتون نه لري، نو ځکه مالداران له ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وينا، د يادو ناروغيوخپرېدا د خلکو روغتيا له ستونزو سره مخ کړې او هغه شمېرخلک چې له حيواني محصولاتوڅخه ګټه اخلي، هغوى هم په ناروغيواخته شوي دي.

نوموړي زياته کړه :" که څه هم په ناروغيو داخته کسانوکره شمېره په لاس کې نشته؛ خو ځينې مينداورې مېرمنې چې په يادو ناروغيواخته شوې دي، ماشومان يې په ګېډو کې تلف شوي دي.

 د درزاب ولسوال د کرنې وزارت اوعامې روغتيا له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چې د يادو ناروغيو زيات خپرېدومخنيوي په خاطراړين ګامونه واخلي څو نورو سيمو ته خپرې نه شي.

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي محمدکاظم وويل چې په تېروڅو ورځو کې يې ١٥ څاروي هلاک شوي دي.

نوموړى چې دوه سوه څاروي لري، زياته يې کړه :" تېره شپه مې ١٥څاروي تلف شول، زموږ په سيمه کې نورمالداران هم ژوندکوي اوڅرنګه چې خبريم هغوى هم له ستونزو سره مخ دي."

نوموړي، د کرنې وزارت له مسوولينوڅخه وغوښتل چې د اړينوامکاناتو په برابرولوسره دې د يادو ناروغيو مخه ونيسي.

 د دې ولسوالۍ يو بل څاروي لرونکي عبدالعزيز وويل :" د تبک او وبا ناروغۍ داسې دي چې کله څاروى پرې اخته شي، په ګېډه کې شته بچى يې تلف کېږي، دا مهال مې خپله رمه د ليلې دښتې ته راوستې ده څو ټول په وړيا ډول واکسين کړم او د دې ناروغۍ له شرڅخه وژغورل شم."

د کرنې رياست د حيواني روغتيا عمومي مديرمحمدکريم ابراهيم، په څاريوکې ددې ناروغۍ خپرېدو دتاييد ترڅنګ وويل چې نړيوال سره صليب کمېټې، د کرنې رياست وړانديز له مخې، د تبک او وبا ضد ١٦٠ زره دوزه واکسين مرسته کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې کرنۍ رياست کارکوونکي د قوش تپه ولسوالۍ ليلې دښته او د جوزجان ولايت درزاب ولسوالۍ کې، څارويو ته د واکسين پرتطبيق بوخت دي.

د کرنۍ رياست د حيواني روغتيا عمومي مدير زياته کړه :" موږ د درزاب ولسوالۍ مالدارانو ستونزې د نړيوال سره صليب له ادارې سره شريکه وو، له هغوى څخه په دې برخه کې مرسته غواړو اوهڅه کوو چې ددې ستونزې ته حل لار پيدا کړو."

 ابراهيم وويل چې له يادو ناروغيو سره د مبارزې په برخه کې لومړني ګامونه اخيستل شوي  اواړتيا شته چې درې کلونو کې په دوامداره توګه واکسين شي، څو په بشپړ ډول د ناروغيو له خپريدو څخه وساتل شي.

له بل پلوه کابل کې د سره صليب نړيوالې ادارې مسوولين وايي چې دا اداره هرکال اړين درمل د وترنرانو په واک کې ورکوي، څو څاروي د بېلابېلو ناروغيو پر وړاندي درملنه او د چينجي ضد درمل هم استعمال کړي چې څاروي يې روغ شي او د خوراکي توکو کيفيت يې هم لوړ شي.

د يادې کمېټې مسوولينو همداراز ويلي دي چې دا کمېټه سلګونوکروندګرو ته د زده کړې موکه هم برابروي څو وکولى شي خپل څاروي په سمه توګه وساتي.

 د جوزجان د درزاب ولسوالۍ د اولاد کلي اوسېدونکې زرمينې وويل:" موږ مالونه او رمې لرو، د ژوند اړتياوې له همدې اړخه پوره کوو، مدام د خپلو څارويو له محصولاتو ګټه اخلو، نوځکه په حيواني ناروغيو اخته کېږو."

هغې زياته کړه چې موده وړاندې ورته بې اشتهايي او سرګنګس والى پيدا شو، وروسته د بدن غړو په درد اخته شوه او په پاى کې يې په ګېډه کې ماشوم تلف شو.

 زرمينې زياته کړه :" کله چې ډاکټر ته ورغلم، راته ويې ويل چې په حيواني ناروغۍ اخته شوې يي، له دې امله مې ماشوم ضايع شو او وروسته راته نور دردونه هم پيدا شول."

يادې مېرمنې وويل چې سيمه کې يې، ډېرى مېرمنې چې کورنيوکې څاروي ساتي، پر ياده ناروغۍ له اخته کېدو څخه وروسته، ماشومان يې له زېږون څخه وړاندې تلف کېږي.

 دجوزجان ولايت عامې روغتيا رياست کې يوتن  ډاکټر خليل حيدري وويل چې د لرې پرتوسيمو اوسېدونکي په حيواني ناروغيو اخته شوي دي او بروسلوز ناروغي چې له څارويوڅخه انسانانوته خپرېږي، تر ډېره ښځو  کې ترسترګوکېږي.

نوموړي، په دې ناروغۍ د اختو کسانو شمېر په ګوته نه کړ؛ خو ويې ويل چې ددې ناروغۍ مخه هغه مهال نيول کېږي چې له څاروي څخه د شيدو تر لوشلو او د څاروي له غوښې څخه له استفادې څخه وروسته، لاسونه په اوبو اوصابون ومينځل شي.

حيدري تاييده کړه چې ځينې ښځې په دې ناروغۍ اخته شوې دي چې د ګېډې ماشومان يې د زېږون پرمهال او يا له هغه څخه وړاندې تلف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کرنې رياست هرکال دڅارويو ساتنې مديريت له لارې،جوزجان ولايت کې د څارويو وقايې لپاره د واکسيناسيون پروګرام په لار اچوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement