درېيم تعقيب - کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٥): په کابل کې د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه په ځانمرګي بريد او چاودنه کې ٣٠ تنه وژل شوي او ٨٠ نور ټپيان دي.
دا څرګندونې د عامې روغتيا وزارت وياند مجروح، پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د ولسي جرګې يوه کارکوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي شورا اړوند يوې ودانۍ ته، چې پخوا د امنيت پنځم رياست په کې فعاليت کاوه، لومړى له غرمې وروسته په نږدې څلورو بجو د کرولا موټر په وسيله ځانمرګى بريد وشو او تر دې بريد وروسته شاوخوا شل دقيقې وروسته د ملي شورا د کارکوونکو په کاسټر موټر کې چاودنه وشوه.
د عامې روغتيا وزارت وياند وايي، په دې بريدونو کې ٣٠ تنه وژل شوي او اتيا نور ژوبل دي.
ده زياته کړه، مړي او ټپيان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د پنځم رياست يوه کارکوونکي بيا پژواک ته وويل، چې په دې بريدونو کې په ولسي جرګه کې د هرات استازې رحيمه جامي او د پوليسو د شپږمې امنيتي حوزې امر هم ټپيان شوي دي.
دى زياتوي چې جامي سرسري ټپي شوې ده.
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، لومړى د استخباراتو د پنځم رياست پر کاسټر موټر ځانمرګى بريد وشو او ورپسې د بريد په سيمه کې پر راټولو شويو امنيتي ځواکونو د موټر بم بريد تر سره شو.
هغه وويل چې په دې بريدونو کې ٧٢ تنه وژل شوي او ټپيان ټول يې امنيتي کسان دي.
ولسمشر اشرف غني بيا د دې پېښې د غندلو ترڅنګ ويلي: "طالبانو په ډېره بې شرمۍ د ملکي وګړو د وژنې مسوولیت په غاړه واخیست او په دې ویاړي."
له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له خولې راغلي: "طالبانو د افغانستان د دښمنانو په دستور یو ځل بیا د انتحاري بریدونو په ترسره کولو سره د کابل په یوه ګڼ نفوسه سیمه کې وحشت خپور کړ او د ښځو په ګډون یې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال په وینو ولړل."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن