جلال اباد (پژواک، ۲۱ مرغومى ٩٥): د ننګرهار استېناف محکمې د سر خرود ولسوالۍ د دوو تنو ماشومانو قاتل د اعدام په سزا محکوم کړ.
د ننګرهار ولايت د استېناف محکمې له لوري د مرغومي په ۲۱مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه جلسه پرون د ننګرهار استېناف محکمې رييس قضاوتمند عبدالولي قاضي زاده په مشرۍ او د جزا د استېناف ديوان مسوولينو په غړيتوب جوړه شوې وه.
د خبرپاڼې په حواله، په ياده محاکمه کې د رايو په يووالي سره يې د سرخرود ولسوالۍ د شمشپور سيمې د دوو تنو ماشومانو قاتل د جزا د قانون د ٣٩٥ مادې پر بنسټ د اعدام په سزا محکوم کړ.
د معلوماتو له مخې، شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې د سرخرود ولسوالۍ په شمشپور سيمه کې يو کس دوه تنه معصوم ماشومان پر چاړه حلال او ووژل، چې له پېښې څو ورځې وروسته پوليسو د خيبر په نوم د وژل شوو ماشومانو دغه قاتل ونيوه.
د سيمې خلکو قاتل ته د اعدام د سزا په ورکولو خوښي څرګنده کړه او د قاتل لپاره يې د ورکړل شوې سزا په عملي کېدو ټېنګار وکړ.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې د دغو تنکيو ماشومانو قاتل د ښاري محکمې د جزا ابتدائيه دېوان له لوري د اعدام په سزا محکوم شوی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن