ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې پلاوى: تر بشپړو څېړنو له کونړه د لرګيو لېږد بند دى

د مشرانو جرګې پلاوى: تر بشپړو څېړنو له کونړه د لرګيو لېږد بند دى

author avatar
10 Jan 2017 - 15:23
د مشرانو جرګې پلاوى: تر بشپړو څېړنو له کونړه د لرګيو لېږد بند دى
author avatar
10 Jan 2017 - 15:23

کابل ، اسعد اباد (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٥): د مشرانو جرګې پلاوى وايي چې له کونړ څخه د لرګو په قاچاق کې ځايي چارواکي لاس نه لري او تر بشپړو څېړنو  پورې  له دغه ولايت څخه د هر ډول لرګيو لېږد بند دى.

په کونړ ولايت کې له تېرو څو لسيزو راهيسې ځنګلونه وهل کېږي، خو د افغانستان حکومت تېر کال له کونړ  څخه د هر ډول لرګيو پر وړلو بندېز لګولى و.

خو د وزيرانو شورا څو مياشتې مخکې د کونړ د صنعتکارانو او د لرګيو د فابريکو د خاوندانو  په غوښتنه له دې ولايت څخه له لرګيو د جوړ شوو توکو د وړلو اجازه ورکړه.

په دې وروستيو کې په ټولنيزو شبکو او ځينو رسنيو کې له کونړ څخه د لرګيو د قاچاق په اړه راپورونه خپاره شول او خلکو نيوکه کوله چې ګوندې ددې ولايت ځايي چارواکي په کې لاس لري.

د همدې موضوع د څېړلو په موخه د مشرانو جرګې يو پلاوى د سناتور محمد هاشم الکوزي په مشرۍ ياد ولايت ته ولېږل شو، چې تر څېړنو وروسته يې نن د مرغومي په ٢١مه، مشرانو جرګې ته خپل راپور وړاندې کړ.

الکوزي وويل، د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې د کونړ والي هره ورځ له لرکيو څخه د جوړو شوو توکو ٢٠ بار موټرو ته  اجازه ورکړې وه.

خو هغه زياته کړه چې ځينو کسانو ددې پخو توکو په منځ کې خام توکي (چارتراش لرګي) هم لېږدول، چې په دې وروستيو کې د کونړ امنيه قوماندان له خامو موادو څخه ډک ٥٧ موټر تر نيولو وروسته درولي وو.

د نوموړي په وينا، څو پورې چې د لرګيو خام او پاخه مواد مشخص او سره جلا نه شي، نو د قاچاق اندېښنه زياتوي.

الکوزى زياتوي، دا ټولې ستونزې د وزيرانو شورا مصوبې رامنځته کړې، ځکه چې هغوى د لرګيو پاخه او خام توکي سره نه دي جلا کړي.

د مشرانو جرګې د پلاوي مشر د معلوماتو له مخې، د کونړ والي وحيدالله کليمزي په دوو مکتوبونو کې له وزيرانو شورا غوښتي چې د خامو او پخو موادو تفکيک وکړي، خو هغوى ورسره په دې برخه کې همکاري نه ده کړې.

د يادونې ده چې دوه ورځې مخکې د کونړ ولايت لسګونو صنعتکارانو، د لرګيو د فابريکو مسوولينو او کارکوونکو د کونړ په مرکز  اسعد اباد کې د يوه لاريون پر مهال له حکومت څخه غوښتي وو چې له لرګيو څخه د جوړو پخو توکو لېږد ته اجازه  ورکړي.

الکوزي وويل چې کونړ ته دسفر پر مهال له ځايي چارواکو، صنعتکارانو، د فابريکو مسوولينو، د لاريون کوونکو استازو، ځايي خلکو او د ترانسپورټرانو له استازو سره يې وليدل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.