کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٥):د پاکستان د پوځ مشر د افغانستان په امنيت او ثبات کې د ناټو ځواکونو د ماموريت د رول ستاينه کړې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر ( اى اېس پي ار) لخوا د مرغومي په ٢١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ناټو د روزنې د ماموريت او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن پرون پاکستان ته سفر درلود.
سرچينې زياته کړې، جنرال نېکولسن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره وليدل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ددې ليدنې پر مهال جنرال باجوه د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره د ناټو د روزنې د ماموريت د هلو ځلو او رول ستاينه وکړه.
دغه راز د پاکستان د پوځ مشر افغانستان ته له راپېښو ګواښونو سره په مقابله کې د افغان ملي ځواکونو د وړتيا لوړولواو دوامدارې همکارۍ په برخه کې د ناټو د روزنې د ماموريت پر رول اعتراف وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي،ددې ليدنې پر مهال دواړو خواوو د ډيورنډ له فرضي کرښې سره د ګډ امنيتي مېکانېزم پر جوړولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې په دې برخه کې د ناټو د روزنې ماموريت مهم رول لوبولى شي.
سرچينې ويلي چې په راولپنډۍ کې تر يادې ليدنې وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه او د ناټو قوماندان جنرال نېکولسن د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان ته سفر وکړ، چېرته چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د پاکستان پوځ د وسله والو پر ضد د (ضرب غضب) په نامه عمليات پيل کړي دي.
د پاکستان پوځ ويلي چې ځايي پوځي چارواکو دواړو جنرالانو ته د يادو عملياتو او بيارغونې کارونو په اړه معلومات ورکړل.
د يادونې ده چې تر دې مخکې هم د ناټو قوماندان د پاکستان پوځي چارواکو سره د ليدنو او خبرو لپاره دغه هېواد ته سفرونه کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن