د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل په بريدونو کې ٣٠ تنه وژل شوي او ٨٠ ټپيان دي

د کابل په بريدونو کې ٣٠ تنه وژل شوي او ٨٠ ټپيان دي

Jan 10, 2017 - 16:47

درېيم تعقيب - کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٥): په کابل کې د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه په ځانمرګي بريد او چاودنه کې ٣٠ تنه وژل شوي او ٨٠ نور ټپيان دي.

دا څرګندونې د عامې روغتيا وزارت وياند مجروح، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د ولسي جرګې يوه کارکوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي شورا اړوند يوې ودانۍ ته، چې پخوا د امنيت پنځم رياست په کې فعاليت کاوه،  لومړى له غرمې وروسته په نږدې څلورو بجو د کرولا موټر  په وسيله  ځانمرګى بريد وشو او تر دې بريد وروسته شاوخوا شل دقيقې وروسته د ملي شورا د کارکوونکو په کاسټر موټر کې چاودنه وشوه.

د عامې روغتيا وزارت وياند وايي، په دې بريدونو کې ٣٠ تنه وژل شوي او اتيا نور ژوبل دي.

ده زياته کړه، مړي او ټپيان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پنځم رياست يوه کارکوونکي بيا پژواک ته وويل، چې په دې بريدونو کې په ولسي جرګه کې د هرات استازې رحيمه جامي او د پوليسو د شپږمې امنيتي حوزې امر هم ټپيان شوي دي.

دى زياتوي چې جامي سرسري ټپي شوې ده.

د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، لومړى د استخباراتو د پنځم رياست پر کاسټر موټر ځانمرګى بريد وشو او ورپسې د بريد په سيمه کې پر راټولو شويو امنيتي ځواکونو د موټر بم بريد تر سره شو. 

هغه وويل چې په دې بريدونو کې ٧٢ تنه وژل شوي او ټپيان ټول يې امنيتي کسان دي.

ولسمشر اشرف غني بيا د دې پېښې د غندلو ترڅنګ ويلي: "طالبانو په ډېره بې شرمۍ د ملکي وګړو د وژنې مسوولیت په غاړه واخیست او په دې ویاړي."

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له خولې راغلي: "طالبانو د افغانستان د دښمنانو په دستور یو ځل بیا د انتحاري بریدونو په ترسره کولو سره د کابل په یوه ګڼ نفوسه سیمه کې وحشت خپور کړ او د ښځو په ګډون یې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال په وینو ولړل."

نوموړي دا عمل د خلکو او بشریت ضد دښمني بللى او ټینګار یې کړى، چې د دې جنایت عاملان به د هېواد په هیڅ نقطه کې خوندي پاتې نه شي.

غني اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له ټولو امکاناتو څخه د ټپیانو د ښې درملنې لپاره استفاده وکړي او په دې برخه کې هیڅ ډول هڅه ونه سپموي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan