ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل وروستۍ پېښه کې د ولسي جرګې تلوېزيون دوه کارکوونکي وژل شوي

د کابل وروستۍ پېښه کې د ولسي جرګې تلوېزيون دوه کارکوونکي وژل شوي

author avatar
11 Jan 2017 - 18:00
د کابل وروستۍ پېښه کې د ولسي جرګې تلوېزيون دوه کارکوونکي وژل شوي
author avatar
11 Jan 2017 - 18:00

 

 کابل(پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٥): د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې د کابل په وروستۍ پېښه کې د ولسي جرګې دوه کارکوونکي چې يو يې خبريال دى وژل شوي او دوه نور کارکوونکي يې ټپيان شوي دي.

د بيان ازادۍ دغه مدافع بنسټ د ولسي جرګې د کلتور سلاکار او د راډيو تلوېزيون سرپرست حليم تنوير له قوله ويلي چې په دې پېښه کې د دې رسنۍ خبريال نورالله او يوه مستخدمه فريده وژل شوي دي.

د هغه په خبره، ٢٣ کلن نورالله د پنجشير و چې لا يې واده نه و کړى او له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د دې تلوېزيون د رسمي خبريال په توګه ګومارل شوى و.

تنوير زياته کړه چې په دې بريد کې همدارنګه  ددې رسنۍ دوه کارکوونکي ژوبل شوي دي.

 د افغانستان د خبريالانو مرکز، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې دا پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.

د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د کابل وروستۍ پېښه کې نږدې ٣٨ کسان وژل شوي او شاوخوا ٨٦ نور ټپيان شوي دي.

دغه بنسټ له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د دې ډول جناياتو د عاملينو د قانوني تعقيب او مجازتو په برخه کې جدي اقدام وکړي.

 د افغانستان د خبريالانو مرکز په ورته وخت کې په هېواد کې د  امنيتي ګواښو د ډېرېدو، د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګندوي او له ټولو همکارانو غواړي چې د کار په جريان کې نا امنو سيمو ته د تګ پرمهال خپل خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

په دې بنسټ کې ثبت شوې شمېرې څرګندوي چې د ١٣٩٥ کال په ترڅ کې شپږ خبريالان او د هېواد د رسنيو د بېلابېلو برخو  کارکوونکي وژل شوي دي.

 په وروستيو ١٥ کلونو کې په هېواد کې ٦٧ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي چې نږدې ٩٠ سلنه عاملين يې له مجازاتو معاف شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.