کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٥): ولسمشر اشرف غني د کندهار ولايت مقام کې شوې چاودنه په کلکه غندلې او د دې پېښې د څېړلو امر يې کړى دى.
دا پېښه پرون ماخوستن شاوخوا اته بجې د کندهار ولايت مقام اړونده د والي په مېلمستون کې رامنځته شوه.
په افغانستان کې د اماراتو سفير جمعه محمد عبدالله الکعبي د يوه دارالايتام د پرانېستلو په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه ولايت ته تللى و، تر يادو مراسمو وروسته د کندهار د والي په مېلمستون کې مېلمه و چې ناڅاپه هلته چاودنه وشوه.
د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزارت د مرغومي په ٢٢مه، اعلان کړى چې د کندهار په پېښه کې يې سفير ټپي او پنځه ديپلوماټان يې وژل شوي دي.
له ارګ څخه د مرغومي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د متحده عربي اماراتو سفيرکندهار ولايت ته د بشري مرستو په موخه د النهيان خيريه کور بنسټ د جوړولو لپاره تللی و .
سرچينې زياته کړې، ولسمشر اشرف غني د دغه وحشيانه بريد د غندلو پرمهال ويلي چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ دښمنان د دغه ترهګريز عمل په ترسره کولو سره د هېواد د ودانولو او پرمختګ لپاره د خلکو باور او پياوړې ارادې نه شي کمزورې کولی.
ولسمشر زياته کړې چې دا ډول کړنې به هېڅکله د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړيکې او همکارۍ زيانمنې نه کړي.
اشرف غني اړونده مسوولينو ته امر کړى چې د کندهار د والي په مېلمستون کې شوى ترهګريز بريد په دقيقه توګه وڅېړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن