جلال اباد (پژواک، ۲۲ مرغومى ٩٥): په ننګرهار کې د اساسي قانون د تصويب د ديارلسمې کاليزې د نمانځلو پرمهال ويناوالو وويل چې په حکومت کې شامل يو شمېر کسان د قانون پلي کېدو پر وړاندې خنډ دي.
د مرغومي په ۲۲مه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په همدې موخه په جوړې شوې غونډه يوشمېر کسانو دا څرګندونې وکړې.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم وويل چې له دغې غونډې يې دوه موخې درلودې يوه د اساسي قانون د تصويب د ۱۳مې کاليزې نمانځل او بله هم له قانون څخه د خلکو خبرول دي.
صميم وويل چې له قانون څخه خبرېدل خپله د قانون منلو په معنی دی او په افغانستان کې ډيری خلک له قانون څخه خبر نه دي؛ نو ځکه يې قانون هم تر پښو لاندې کړی دی.
د ننګرهار د مدني ټولنو په استازيتوب په ننګرهار کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې مشر ډاکټر نعمت الله همدرد نيوکه وکړه چې په حکومت کې شامل يو شمېر کسان د قانون پلي کېدو پر وړاندې خنډ دي
همدرد زياته کړه، په هغه هېواد کې چې وګړو يې لسګونه کلونه په جګړو کې تېر کړي وي د قانون پلي کول سخت کار دی؛ ځکه جنګي مجرمين د خپلې محاکمې وېره لري او نه پرېږدي چې قانون پلی شي او يا هم د قانون پلي کېدو ته زمينه برابره شي.
هغه دا هم وويل چې په نظام کې له شاملو يو شمېر چارواکو سربېره جنګي مجرمين او زورواکي هم د قانون د پلي کېدو په لار کې لوی خنډونه دي.
په ختيځ کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون استازي حکمت الله امين په دغه غونډه کې وويل چې قانون کله د زورواکۍ او کله د ناپوهۍ له وجې ماتېږي.
دی وايي، د دوی کمېسيون داسې قضيې هم ثبت کړي چې د زورواکو لخوا قانون تر پښو لاندې شوی وي او بيا يې په ډېرې سپين سترګۍ مني هم او هېڅ قانون ته غاړه نه ږدي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مطبوعاتو امر شېرشاه همدرد بيا پر رسنيو نيوکه وکړه چې د اساسي قانون د ترويج او خلکو ته د رسولو په برخه کې يې رول نه دی ادا کړی.
دی وايي، خلکو ته د قانون رسول عامه پوهاوی غواړي او رسنۍ کولی شي چې دغه برخه کې مهم رول ادا کړي؛ خو افغاني رسنيو دغه رسالت سم نه دی ادا کړی.
د افغانستان اوسنى قانون ۱۳ کاله وړاندې د ۱۳۸۲ ل کال د مرغومي په ۱۴ مه د لويې جرګې له لوري تصويب او د پخواني ولسمشر حامد کرزي له توشېح وروسته نافذ شو؛ خو تر اوسه يې د پلي کېدو په برخه کې لازم اجراات نه دي شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن