جلال اباد (پژواک ۲۲ مرغومى ٩٥): د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د سړک غاړې د دوو ماين د چاودنو له امله د ښوونځي ۹ زده کوونکي ټپيان او يو پوليس وژل شوی دی.
د کوټ ولسوال حاجي سيدالرحمن د مرغومي په ۲۲مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه چاودنې پرون له غرمې وروسته د سيداحمد خېلو په سيمه کې شوې دي.
دی وايي، لومړی د پوليسو په يو رېنجر موټر چاودنه شوې چې له امله يې يو پوليس وژل شوى او موټر يې په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
نوموړى زياتوي، د چاودنې له سيمې لرې په يوه هديره کې هغه مهال يو بل ماين چاودنه کړې چې د ملي اردو د انجنيرۍ ډلې غوښتل چې شنډ يې کړي؛ خو خپله يې چاودنه کړې ده.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، په چاودنه کې ۴ ماشومان برسېرن ټپيان شوي او تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لېږل شوي دي.
بلخوا د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواری وايي چې په ياده چاودنه کې د سيد احمد خېلو لېسې ۹ زده کوونکي ټپيان شوي دي.
شينواری زياتوي، زده کوونکي چې له ښوونځي څخه د کور پر لور روان و، د سړک د غاړې ماين د چاودنې له امله ټپيان او د درملنې په موخه د جلال اباد مرکزي روغتون ته راوړل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ټپيان د دويم درېيم او څلورم ټولګيو زده کوونکي او عمرونه يې له اتو تر يوولسو کلونو پورې دي ، چې د يوې کورنۍ درې وروڼه هم په ټپيانو کې شامل دي.
د يو بل خبر له مخې، د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند بهسودو هوټلونو ته څېرمه له کورونو سره په خامه سړک کې د سرحدي پوليسو په رېنجر موټر چاودنه شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې دغه چاودنه هېڅ تلفات نه لري.
د دغو چاودنو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن