ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د القاعده ډلې د شپږو ولسواليو لپاره  مالي مسول ونيول شو

په ننګرهار کې د القاعده ډلې د شپږو ولسواليو لپاره مالي مسول ونيول شو

author avatar
13 Jan 2017 - 13:58
په ننګرهار کې د القاعده ډلې د شپږو ولسواليو لپاره  مالي مسول ونيول شو
author avatar
13 Jan 2017 - 13:58

جلال اباد (پژواک ۲۴ مرغومى ٩٥): د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې ځانګړو کورنیو ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د شینوارو شپږو ولسوالیو لپاره د القاعده شبکې مالي مسوول له څلورو نورو مشکوکو کسانو سره یو ځای نیول شوی دی .

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ۲۴مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه عمليات تېره شپه د غني خېلو ولسوالۍ اړوند شپږويشتمې ويالې سيمه کې ترسره شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو دوه د شپنیو عملیاتو دروبینونه، د مخابرو انتنونه، یو میل کلاشینکوف او ځینې نور وسایل هم تر لاسه کړي دي.

خوږياڼي زياته کړه چې د یادو عملیاتو پر مهال د مقاومت له امله شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي هم دي؛ خو د وژل شوو او ټپيانو د هويت په اړه يې څه ونه ويل؛ خو وايي د پېښې د څېړنې په موخه يو پلاوی سيمې ته استول شوی.

هغه زياته کړه: (( والي محمد ګلاب منګل د یادو عملیاتو د بشپړې څېړنې په موخه یو مسلکي پلاوی سیمې ته استولی، ترڅو له هر اړخیزه معلوماتو را ټولېدو وروسته د وروستیو کړنو په موخه ولایت مقام سره یاد معلومات شریک کړي.))

وموغوښتل چې په دې اړه د غني خېلو د ولسوال عبدالخالق نظر هم له ځانه سره ولرو؛ خو هغه د پېښې تر تاييد وروسته د پژواک ټېلېفوني اړيکه قطع کړه.

بلخوا د سيمې يوه اوسېدونکي اتل شينواري پژواک ته وويل چې عمليات تېره شپه ناوخته ترسره شوي او پر مهال يې شپږ کسان وژل شوي دي.

نوموړی وايي، په عملياتو کې دوه ميلمانه او څلور تنکي ځوانان وژل شوي چې ځوانان ټول ملکي وګړي وو.

تر دې پېښې څلور ورځې وړاندې هم غني خېلو ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ځانګړي عمليات ترسره کړي و، چې پرمهال يې ۹ کورني او بهرني طالب وسله وال ژوندي نيول شوي وو

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.